د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي کمول سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی- غني


ښاغلي غني وویل چې افغان ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې لوړ احضارات ولري
ښاغلي غني وویل چې افغان ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې لوړ احضارات ولري

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ (فبروري۲۱) د تاوتریخوالي د اونۍ د پيل کېدو په اړه خپل ولس ته وینا وکړه.

ښاغلي غني وویل: "دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی. "

ښاغلي غني د افغانستان له امنیتي ځواکونو هم وغوښتل چې باید محتاطانه عمل وکړي. هغه وویل چې افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې "لوړ احضارات" ولري او "له طالبانو پرته به د داعش، القاعده او نورو ترهګرو خلاف خپل عملیات رواني ساتي."

افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ ډېره مهمه ده او په وینا یې د سولې په اړه نور اقدامات به د دغه بهیر تر ختمېدو او ارزولو وروسته اخیستل کیږي.

ولسمشر غني ټېنګار وکړ چې افغان حکومت به د سولې د خبرو مشري کوي او زیاته یې کړه چې په تېرو څو ورځو کې یې د سولې په اړه د افغان امنیتي ځواکونو له مشرانو، چارواکو، سیاستوالو او نورو مخورو سره خبرې کړي او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي دي.

ښاغلی غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې نن شپه (فبروري۲۱) ۱۲:۰۰ په افغانستان کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون په اساس د تاوتریخوالي د کمېدو اونۍ پیل شي.

دا بهیر به یوه اونۍ وي او که بریالی ختم شو، بیا به بله شنبه (فبروري۲۹) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کیږي چې بین الافغاني مذاکراتو ته به لار پرانیزي.

XS
SM
MD
LG