د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر د غني د اوربند تګلاره اغیزناکه ګڼي


ښاغلي متیس اسیا ته د سفر په درشل کې خبریالانو سره خبرې وکړې
ښاغلي متیس اسیا ته د سفر په درشل کې خبریالانو سره خبرې وکړې

جیم متیس وايي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې لپاره مثبتې نښې او هيلې ښکاره شوي دي.

افغان حکومت او طالبانو په اختر کې درې ورځې اوربند وکړ؛ حکومت دا موده د لسو نورو ورځو لپاره وغځوله، خو طالبانو بېرته جګړې ته مخه کړه.

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس اسیا ته د سفر تر پېلېدو مخکې وویل چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوربند یوازې په افغان حکومت کې نه بلکې په طالبانو کې هم د سولې لپاره هیلې ټوکولې دي.

نوموړي وویل چې دغه اوربند طالبان سولې ته ننګولي او "وبه وګورو چې مخ کې څه کیږي".

رویټرز خبري اژانس وایي ښاغلی متیس د یکشنبي په ورځ (جون۲۴) چین، جنوبي کوریا او جاپان ته په څلور ورځني سفر ولاړ او دی تر سفر مخکې د امریکا د الاسکا ایالت د هوايي ځواکونو په اډه کې دا څرګندونې وکړې.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر اوربند په کور دننه او بهر بهر وستایل شو. په یو شمېر ولایتونو کې عادي خلک او قومي مشرانو له دواړو خواو وغوښتل چې دا اوربند وغځوي.

له هلمند څه کابل ته د سولې د کاروان غړو سره په لیدو کې ولسمشر غني وویل که طالبان یې ومني، افغان حکومت چمتو دی چې دا اوربند د یو کال لپاره وغځوي.

یو شمېر اسلامي هېوادونو هم پر دواړوخواو غږ وکړ چې خپلې ستونزې د خبرو له لار حل او سوله وکړي. د مکې او مدیني، چې مسلمانانو ته سپڅلي ځایونه دي، خطیبانو پر طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ چې جنګ ختم او سوله وکړي.

XS
SM
MD
LG