د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او سره صلیب امنیتي تفاهم وکړ


د سره صلیب ویاندې له طالبانو سره د خبرو نور جزیات ورنکړل
د سره صلیب ویاندې له طالبانو سره د خبرو نور جزیات ورنکړل

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له طالبانو سره امنیتي تفاهم او ضمانت ستایلی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاندې اندریا کتپرتا امریکاغږ ته وویل چې د دوی استازو په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره خبرې کړې او امنیتي تفاهم ته رسېدلي دي.

هغې وویل چې دواړو خواو ومنله چې سره صلیب به خپل ټول فعالیتونه له سره پیلوي او اړمنو خلکو ته به بېړنۍ مرستې رسوي. هغه وايي چې سره صلیب د جګړې له ټولو غاړوه سره اړیکې لري.

د سره صلیب ویاندې د دغه سازمان د استازو د خبرو جزیات په ډاګه نکړل او ویل چې دا "دوه اړخیزې او محرمې" خبرې دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۱) په یوې اعلامیې کې وویل چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې په افغانستان د خپلو فعالیتونو د بیا پیلولو اجازه ورکړې ده.

طالبانو شاوخوا دوې میاشتې مخکې اعلان وکړ چې له سره صلیب سره یې شوی امنیتي تړون لغوه او ختم کړی دی. له دغه اعلان وروسته سره صلیب د افغانستان لېرو پرتو او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خپل فعالیتونه وځنډول.

سره صلیب تېرکال هم له هغه وروسته خپل فعالیتونه وځنډول چې وسله والو یې د جوزجان په قوش تپې کې شپږکارکوونکي ووژل. سره صلیب له شاوخوا ۳۰ کلونو راهېسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG