د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند جګړه کې څه باندې ۳۰۰ طالبان وژل شوي ـ والي


د هلمند والي نه ده روښانه کړې چې څومره افغان سرتیري په یاده جګړه کې مړه او څومره ټپیان شوی دي.
د هلمند والي نه ده روښانه کړې چې څومره افغان سرتیري په یاده جګړه کې مړه او څومره ټپیان شوی دي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي د تېرو نهو ورځو راپدېخوا لښکرګاه ته نژدې د پیل شوي جګړې له امله څه باندې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي جنرال یاسین خان خبریالانو ته ویلي چې په یاده جګړه کې اووه ملکي وګړي هم وژل شوي او شااوخوا ۳۰ افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې: "طالبانو د هلمند په جګړه کې درانه تلفات لیدلي تر ۳۰۰ زیات يې وژل شوي، زموږ دفاعي قواوو د ۳۰ په شاوخوا کې تلفات لري او د ملکي خلګو د اووه تنو د وژل کیدو راپور لرو، دا مهال لوی ګواښ د سړک د غاړي د ماینونو دی چې افغان ځواکونه يې د لمنځه وړلو هڅي پيل کړي تر څو د تګ راتګ لاري په لومړي ګام کې امن شي."

د هلمند له جګړې څخه چې نهه ورځې تیریږي خو لاهم د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار او تر څنګ يې د نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو مرکزونه د وسله والو تر محاصرې لاندې دي او لويې لارې سقوط دي.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې له تیري پنجشنبې راهیسې جګړه په ناوې ولسوالۍ کې تونده شوې.

سرچینې زیاته کړه چې دامهال یوازې د ناوې ولسوالۍ مرکز د حکومتي قواوو په لاس کې دی او د وسله وال طالبان د افغان قواوو پر وړاندې مقاومت ته لاهم دوام ور کړی. خو امنیتي مقامات بیا وايي چې په ټوله کې د جګړې فشار کم شوی.

بلخوا په لښکرګاه ښار کې بند پاته زرګونه کسان د تګ راتګ د خوندي لارو غوښتنه کوي.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي نور احمد امریکا غږ ته وويل چې د لښکرګاه – کندهار د لويې لاري سقوط زر ګونه کسان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه: "د لښکرګاه ښار عمومي شهرا له تیرو ۱۰ ورځو راهیسې تړل شوې د خوراکي او نورو اړینو توکو د قحطی وېره ده دغه راز یوه بله فرعي لار چې لښکرګاه ښار يې د کندهار – هرات له لوريې لاري سره د نادعلي او ګرشک ولسوالیو له لارې وصلوی هم سقوط ده."

د لښکرګاه ښار او د جګړو له سیمو څخه بېځایه شوي کډوال د ملکي خلکو د خونديتوب لپاره د تګ راتګ د خوندي لارو غوښتنه کوي او وايي چې که د محاصرې له اوسني حالت څخه ونه ایستل شي نو د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو ګواښونه د ډېرېدو په حال کې دي.

د هلمند له وروستیو جګړو څخه څه باندې ۵۰۰۰ کورنۍ مرکز لښکرګاه ته کډوال شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG