د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله طالبانو ته: د یوې ولسوالۍ یا ولایت نیول د سولې لار نه ده


عبدالله: په هیڅ وضعیت کې د خلکو لپاره د طالبانو د امارت نظام د منلو نه دی.
عبدالله: په هیڅ وضعیت کې د خلکو لپاره د طالبانو د امارت نظام د منلو نه دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي په هیڅ وضعیت کې د خلکو لپاره د طالبانو د امارت نظام د منلو نه دی.

ښاغلي عبدالله نن جمعه اکتوبر۱۶(تلې۲۵) په کابل کې د کندهار د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د دوهم تلین لمانځ غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته د طالبانو لخوا پر افغانانو د اسلامي امارت تپل په دغه هیواد کې د جګړې او وینې تویدنې په معنی دی.

هغه زیاته کړه: "که چیري محاسبه داسې وي چې هغوی (امریکايي سرتیري او نړیوالې قواوې) له افغانستان څخه وځي او تر هغه وروسته بیا د طالبانو اسلامي امارت نظام تپل کیږي د افغانستان د خلکو لپاره په هیڅ ډول وضعیت کې د منلو نه دی."

ښاغلي عبدالله د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په دې اړه تازه مرکه کې هم ویلي چې د امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړوند د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروستی ټویټ په مذاکراتو کې طالبان برلاسي کوي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ماښام کې په یو ټویټري پیغام کې ولیکل چې باید امریکايي سرتیري په درې میاشتو کې له افغانستان څخه خپل هیواد ته ستانه شي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه په هیواد کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او په ځانګړي ډول په هلمند کې د دغه ډلې پر بریدنو انتقاد وکړ: "که طالبان دا فکر کوي چې په جګړې سره د یوې ولسوالۍ او یا ولایت په نیولو سره په خبرو کې برلاسه کیږي، دا هغه غلطه محاسبه ده چې د کلونو په اوږدو کې دجګړې د دوام لامل شوې ده... او دغه سولې ته د تلو لاره نه ده."

که څه هم د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکراتو له پرانیستل کېدو شااوخوا یوه میاشت تیریږي، خو د چارواکو په وینا ورسره سم د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

بلخوا تازه د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ او زلمي خلیلزاد ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې خبرې ګواښي او له طالبانو څخه یې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG