د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر: حکومت د سولې مذاکرات سبوتاژ کوي؛ ارګ نه مو دي کړي


د طالبانو د مشر د ادعا په وړاندې ارګ ویلي حکومت تل د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګېدو ته حسن نیت ښودلی
د طالبانو د مشر د ادعا په وړاندې ارګ ویلي حکومت تل د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګېدو ته حسن نیت ښودلی

د افغانستان جمهوري ریاست د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده هغه څرګندونې رد کړې چې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پیغام کې یې افغان حکومت د سولې خبرو په سبوتاژ کولو تورن کړی و.

د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې ویلي چې «مذاکرات او تفاهم» د هغوی لپاره لومړيتوب لري، خو زیاته کړې ده چې مقابل لوري تل هڅه کړې بین الافغاني مذاکرات سبوتاژ کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د دغه هیواد حکومت تل د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره حسن نیت ښودلی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) امریکا غږ ته وویل: "طالبان که چیري په خپلو خبرو کې صادق دي د بې ګناه خلکو له قتل عام څخه دي لاس واخلي او د خبرو مېز ته دي وګرځي."

د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات د ۲۰۲۰ کال سپټمبر پر ۱۲مه پرانیستل شوي، خو تر دا مهاله پکې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی او څو ځله درېدلي هم دي.

د دوحې د توافقنامې پر عملي کېدو ټینګار

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده پخپل اختریز پیغام کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې توافق پر عملي کېدو هم ټينګار کړی دی.

هغه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه د امریکا او ناټو پرېکړه یو «ښه ګام» بللی، خو متحده ایالات یې له دغه توافقنامې څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

ملا هیبت الله ګواښ کړی دی چې: "که چیري امریکا پر خپلې ژمنې نه دریږي، نړۍ باید شاهده وي چې پایلې به یې د امریکا په غاړه وي."

هغه همدا شان ویلي چې د دوحې د توافقنامې په اساس طالب زندانیان باید د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو درې میاشتې وروسته ازاد شوي وای او د دغه ډلې د مشرانو نومونه له تور لیست او جایزو څخه هم وایستل شي.

نوموړي زیاته کړې: "باید ټول کارونه د دوحې د توافق په اساس مخته تللي وای، له پاروونکو او سرغړونکو حرکتونو څخه باید ډډه وشي."

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شو چې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر یولسمې بشپړه شي.

تر دې مخکې لوړپوړو امریکايي چارواکو طالبان له دوحې تړون څخه په سرغړونې تورن کړي وو او له یادې ډلې څخه یې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې وه.

د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي که چیري طالبان سوله غوره نه کړي امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودریږي چې د جمهوریت لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG