د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو غونډه؛ حکومت، خلک او طالبان څه غواړي؟


د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله،د مسکو په غونډه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې د بهیر د چټک کیدو او د دایمي اوربند سمدستي اعلانول غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او دواړه خواوې په یوه متفاوته فضا کې مذاکره وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل د افغانستان اسلامي جمهوریت تیار دی چې د طالبانو له ډلې سره پرته له کوم شرطه د ټولو قضایاو په اړه مذاکره وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د هیواد د کړکیچ په سیاسي عادلانه، تلپاتې او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حل لارې باندې بشپړه باور لري چې ملي حاکمیت، خپلواکي، اسلامي-ملي ارزښتونه، د تیرو کلونو لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د هیوادوالو اساسي حقونه، د بیان ازادي او د ښځو حقونه، او د خلکو د ارادې په اساس د هیواد سیاسي سرنوښت ټاکل؛ یو تن او یوه رایه او ازاد، شفاف او سر تاسري انتخابات په کې خوندي وي."

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د "افغانستان د خلکو د غوڅ ملاتړ او پلوۍ څخه" برخمن دی او د نظام په استازیتوب یې په دغو مذاکراتو کې ګډون کړی دی.

طالبان

د طالبانو د ډلې د مذاکراتي ټیم رئیس عبدالحکیم حقاني وویل چې په افغانستان کې سوله هغه وخت تامین کیدای شي چې پدې هیواد کې اسلامي نظام او قانون واکمن شي.

د طالبانو ویاند د ښاغلي حقاني له خولې په ټویټر لیکلي چې د اسلامي نظام پرته د افغانستان خلک به د بل هر نظام پر ضد جهاد وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عبدالغني برادر، هم پدې کنفرانس کې وویل چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس ووهي.

هغه زیاته کړه چې باید افغانانو ته اجازه ورکړل شي چې خپل سرنوښت پخپله وټاکي.

لاسته راوړنې

د افغانستان د شاوخوا ۲۰کلونو لاسته راوړنې او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د سولې په مذاکراتو کې یوه عمده موضوع ده چې افغان، امریکایي او نړیوال مقامات پرې ټینګار کوي.

حبیبه سرابي چې د سولې په پلاوي کې یواځنۍ ښځینه ګډونواله ده، نن یې د مسکو په غونډه کې وویل چې د مذاکراتو کوربانه باید په راتلونکې کې زیاتې میرمنې وروبالي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري په یوه لیکنه کې د میرمن سرابي له قوله ویلي دي: "ولې باید زه پدې خونه کې یواځنۍ میرمن واوسم؟ مونږ (ښځې) په جګړه کې ښکیل نه وو، مطمیناً کولای شو د سولې (په راوستلو کې) ونډه واخلو. ۵۱ فیصده خلک باید له پامه ونه غورځول شي."

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د مدني ټولنې یو شمیر فعلینو هم نن د مسکو په کنفرانس انتقادونه وکړل.

د افغانستان د سولې کور په نامه د یو مدني بنسټ غړي نعیم ایوب زاده امریکا غږ ته وویل چې په مجموعي توګه دغه ناسته مشخصه اجندا نلري او د سولې لپاره یوه عملي ناسته نه ده.

هغه زیاته کړه: "موږ خپلې اندېښنې لرو. ناسته تر ډېره سیاسي او د تللو سیاسونو د ګټو خوندي کېدلو لپاره ده. ټاکل شوې اجندا پکې نشته او د ټولو خواوو استازي توب نشي کولی."

ددغې غونډې سره جوخت په هرات ولایت کې په لسګونو علماو، د پوهنتون استادانو او ښځ، د "مذاکره کوونکي پلاوي څخه د خلکو غوښتنې او هیلې" عنوان لاندې په یوه غونډه کې په هیواد د سمدستي اوربند ټینګیدو غوښتنه وکړه.

د مسکو غونډه پداسې حال کې جوړه شوه چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات له څه وخت راهیسې ځنډیدلي او تر اوسه ترې د پام وړ نتیجه نده حاصله شوې.

ټاکل شوې چې د اپریل په میاشت کې په ترکیه کې هم د افغانستان د سولې په اړوند غونډه وشي چې ددې هیواد د مقاماتو په وینا د دوحې د مذاکراتو د غښتلي کیدو لپاره به وي.

XS
SM
MD
LG