د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د افغانستان نوی دولت ډیر ژر اعلانوي


د طالبانو مشرتابه د دولت د جوړیدو په ګډون د مختلفو موضوعګانو په اړه له درې ورځنیو خبرو او بحثونو وروسته ټاکل شوې چې ډیر ژر د افغانستان نوی دولت اعلان کړي.

د افغانستان د راتلوونکي حکومت د جوړیدو په سر په کندهار کې د طالبانو د مشرانو د سلا مشورو وروسته ټاکل شوې ژر د نوي حکومت غړي اعلان کړي. د بلې خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي طالبانو ته په کار دي، چې په حکومت کې په کارپوه مسلکي افغانانو ته هم ځای ورکړي.

کابل کې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وايي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو مشرتابه شورا له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکايي سرتیرو د وتلو په ګډون په یو شمیر مسلو چې د نوي حکومت جوړیدل هم په کې شامل دي په کندهار کې ددغې شورا په درې ورځنیو غونډو کې په تفضیل خبرې کړي دي.

مولوي وثیق وویل: " په دې مسلسلو غونډو کې د اسلامي امارت د زعیم له خوا ټولو مشرانو منسوبینو اومسولینوته لارښونه شوې اوسپارتنې شوي او هغوی خپلو مسولیتونو ته متوجه شوي دي او خصوصآ په دې اړه ، چې باندې، چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه په تمام معنی سره ووتل دوی خپلو مسولیتونو ته متوجه شوي دي، چې جدي کارونه وکړي او د ولس مشکلاتو ته متوجه شي هغه ستونزې، چې پر ځای باندې پاتې دي د هغوی د حل لپاره کار وکړي. همدارنګه په دې مجالسو کې د راتلوونکي نظام، حکومت او کابینې په اړه موضوعات مطرح شوي دي تمه کیږي، چې ډیر ژر به د مجالسو جزئیات راووځي او حکومت او کابینه به هم اعلان شي".

ځینو سرچینو ویلي، چې د دغو درې ورځینو غونډو وروسته د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر تیره ورځ بیرته له کندهار څخه کابل ته راستون شوی دی. د سرچینو د وینا له مخې ټاکل شوې، چې طالبان به په ډیرو نږدې ورځو کې نوی حکومت اعلان کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید محمد طیب اغا په یو لیک کې د طالبانو له مشر غوښتي، چې په نوي حکومت کې دي د انحصار پرځای د اسلامي امارت څخه بهر نورو په کارپوه مسلکي افغانانو ته هم ځای ورکړي او یو داسې حکومت دې جوړ کړي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

طیب اغا د نوي حکومت د منزوي کیدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې طالبان باید هغه نړیوال اساسات، چې اسلام سره په ټکر کې نه دي ومني.

د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي مولوي شهاب الدین دلاور هم ویلي، چې طالبان غواړي، چې د امریکا په ګډون د ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولري.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه او د خوست پخوانی والي محمد صدیق پتمن وايي، چې طالبان لا هم د نوي حکومت د جوړیدو په سر پخپلو منځو او هم د نورو سیاسي اړخونو سره به خبرو بوخت دي.

ښاغلی پتمن وايي، د حکومت د اعلان ځند یو علت د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت مسله وه. محمد صدیق پتمن اندیښنه ښيي، چې که د حکومت سکټوري وزارتونه مسلکي کسانو ته ورنکړل شي، کیدای شي راتلوونکي حکومت به د نړیوالې ټولنې څخه لازمې مرستې ترلاسه نه کړی شي.

طالبانو یو شمیر چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې راتلوونکی حکومت به ټولشموله حکومت وي او په حکومت کې به نورو مسلکي افغانانو ته ځای ورکړي.

XS
SM
MD
LG