د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي په ناوړه حالت کې دي


ترکي مقامات وایي پداسې حال کې چې د هیواد نه د مهاجرو د شړلو مرکزونه د افغان پناه غوښتونکو څخه ډک دي په سلګونو نور افغانان چې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه تښتيدلي ځانونه یې د ښه ژوند په هیله ترکیې ته رسولي دي.

پدې وروستیو ورځو کې یو شمیر افغان پناه غوښتونکي په ډیر بد حالت کې د ترکیې سره د ایران سرحد ته نژدې راټول شوي او قاچاقبرانو ته انتظار باسي چې ترکیې ته یې ورسوي.

ډیری دغه افغان پناه غوښتونکي ځوانان او هلکان دي چې د ۱۸کالو ټیټ عمر لرونکي هم په کې شامل دي. هغوی وروسته له هغې چې طالبانو یې کلي ونیول پرته له هیڅ ډول وسایلو له خپلو سیمو تښتیدلي دي.

۲۴کلن سباوون چې د یوه پل لاندې د اوسیدونکو افغان پناه غوښتونکو د یوې ډلې تر ټولو مشر کس دی امریکاغږ ته وویل: "ما شامپو، صابون، پیسې، تلیفون او ساعت له ځان سره راوړي. یو څه مې مصرف کړي او نور یې غلا شوي. اوس زه یواځې دغه کالي چې مې په تن دي او یوه خالي کڅوړه لرم."

د ایران او ترکیې په پوله د افغان پناه غوښتونکو ناوړه حالت
د ایران او ترکیې په پوله د افغان پناه غوښتونکو ناوړه حالت

دغه ډله ځوانانو او هلکانو ځانونه له دې ویرې پټ کړي چې ونه نیول شي او بیرته ایران ته وانستول شي. یو شمیر یې دمخه د بیرته واپس کولو ترخې تجربې تیرې کړي. ددې ډلې تر ټولو ځوان غړی ۱۲کلن دی او دوی فکر کوي ښایي هغه د پناه غوښتونکي په توګه ومنل شي.

د ترکیې د ون ایالت د پناه غوښتونکو د ادارې رئیس جمعه عمرکو، وایي هغوی د بشر دوستۍ او په افغانستان کې د ګډوډیو په وجه پناه غوښتونکي نه باسي. هغه همداشان په صراحت سره وویل چې خلک ایران ته نه تبعیدوي.

خو د پله لاندې کسان شک لري او وایي چې که ونیول شي تمه لري چې د بیرته ایستلو په مرکزونو کې وساتل شي او یا هر ډول رسمي سیاست ته په نه پاملرنې بیرته ایران ته واستول شي.

د ترکیې مقامات د افغانستان وضعیت څاري چې وګوري څه پیښیږي. هغو وایي ښایي اونۍ او یا میاشتې ونیسي تر څو د پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر بیرته پیل کړي.

ترکیې د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره د ایران سره په پوله دیوال کړی دی
ترکیې د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره د ایران سره په پوله دیوال کړی دی

ترکیه دا مهال د مهاجرو د بیرته استولو ۲۵مرکزونه لري چې اکثر یې په افغان مهاجرو ډک دي او دا هیواد نیت لري چې اته نور مرکزونه هم جوړ کړي.

ښاغلی عمرکو وایي: "مونږ نشو کولای هغوی د بشري حقونو د مسایلو اړوند دلیلونو په وجه وشړو. خو که هر څه سم پر مخ ولاړ شي، مونږ به د ایستلو عادي بهیر بیا پیل کړو."

XS
SM
MD
LG