د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ۱۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افعانستان نژدې نیمايي نفوس ۱۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د پراخېدونکي بشري او اقتصادي ناورین او د اساسي خدماتو د زیانمنېدو د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو نیمايي برخه به یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ګوتریش په وینا په هرو درې افغانانو کې یو یې په دې نه پوهیږي چې راتلونکي خواړه به له کومه کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن چهارشنبه سپټمر لومړۍ ( وږې لسمه) د ښاغلي ګوتریش له قوله ویلي: "نن، د افغانستان نژدې نیمايي نفوس – ۱۸ میلیونه وګړي – د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري له پنځه کلنۍ د ښکته عمر لرونکو ماشومانو څه باندې نیمايي به یې په راتلونکي کال کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. خلک هره ورځ اساسي خدماتو او توکو ته لاسری له لاسه ورکوي. یو بشري ناورین په څرګندیدو دی."

هغه ټینګار کړی چې افغان ښځې، ماشومان او نارینه تر بل هر وخته د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او په خبره یې د بشر ي مرستو د پوره کولو وخت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې روان کال یې ۸ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي او په تیرو پنځلسو ورځو کې ۸۰ زره بېځایه شوو خلکو ته د مرستې کڅوړې رسولي دي.

ګوتریش ټینګار کړی چې د یوې سختې وچکالۍ او د سختو ژمنیو شرایطو په منځ کې، اضافي خواړه، سرپناه او روغتیایي توکي باید په عاجل ډول دغه هیواد ته ولیږدول شي.

"زه له ټولو خواوو غواړم چې د ژوند ژغورنې او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د خوړو او همدارنګه د ټولو بشري چارو نارینه او ښځینه کارکونکو ته لاسرسي‌ اسانه زمینه مساعده کړئ."

د تیرو ۱۶ ورځو راپدېخوا پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته لا هم لوی بانکونه، د اسعارو د تبادلې مرکرونه او سوداګریز مارکېټونه په بشپړه توګه نه دي پرانیستل شوي.

د یاد وضعیت له رامنځته کېدو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوي او د تیر حکومت د زرګونو مامورینو او ښوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ټول موجده بانکونه به ژر تر ژره پرانیستل شي او خلکو ته یې ډاډ ورکړی و چې خپلو دندو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG