د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل بشلت وايي چې د ښځو حقونه تر ګواښ او برید لاندې دي او د ښځو د حقونو په وړاندې ګواښونه "ریښتيني او مخ په زیاتېدو" دي.

آغلې بشلت د سې‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یو ګردي میز ته وویل چې باید د بیجینګ د اعلامیې جشن ولمانځي، خو ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د عمل پروګرام تر اوسه نمیګړی دی.

د بیجینګ د ۱۹۹۵ کال اعلامیې، د نړۍ په کچه دولتونه ښځو ته د برابرۍ، پراختیا او سولې د زمینې په برابرولو ژمن کړي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنرې زیاته کړه چې که څه هم د بیجینګ کنفرانس د بشري حقونو لپاره د یوې پیاوړې عمومي ژمنې په توګه پیژندل کيږي، خو ۲۵ کاله وروسته هم په دې برخه کې وضعیت بشپړل بل ډول دی.

هغې وویل: "د ښځو حقونه په اکثرو سیمو کې تر برید لاندې نیول کېږي. په دې دوره کې د جنسیتي نابرابریو په وړاندې غبرګونونه او روایتونه د پخوانۍ دورې د تبعیض پر اساس جوړ شوي دي".

د اغلې بشلت پر وینا، د ښځو حقونه د مذاکرې وړ نه دي او داسې هم نشي کیدلی چې د یوې اختیاري پالیسۍ په توګه له هر سیاست سره بدلون ومومي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنرې ټینګار وکړ چې د ښځو حقونه باید تر پښو لاندې نشي او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د ننګونو په وړاندې اقدام وکړي.

آغلې بشلت وویل: "د ښځو حقونه بشري حقونه دي. انساني کرامت د تفکیک، ډلبندۍ او مذاکرې وړ نه دی".

د ملګرو ملتونو دغې کمېشنرې زیاته کړه که څه هم برابرۍ ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخ کې پرته ده خو ټینګار یې وکړ چې د ښځو د حقونو په برخه کې د بیجینګ د ۱۹۹۵ کال د اعلامیې لاس ته راوړنې د انقلاب په برابر دي.

هغې د نړۍ په کچه په پارلمانونو کې د ښځو د شمېر دوه برابره کېدل، د جنسي ځورونې د مخنیوي قوانینو جوړېدل او د ماشومانو د ودولو د کچې راټیټېدل، د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګونو بیلګې یادې کړې.

آغلې بشلت وویل چې د بیجینګ اعلامیه تصادفي نه بلکې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره د دولتونو، مدني ټولنې او ټولو همکارو بنسټونو یو قصدي عمل وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د موندنو پر اساس، د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې پرمختګونه خورا پڅ دي، له ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی همدا شان دوام لري، د پخوا په څیر ښځې د کار په بازار کې لږ حضور لري او له معاش پرته د کور کارونه کوي.

XS
SM
MD
LG