د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې په کار پیل وکړ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشرې دیبرا لیونز​ د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه (غويي ۴) رسماً خپل کار پیل کړ.

میرمن لوینز د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د پخواني مشر تدامیچي یاماموتو پر ځای وټاکل شوه.

د یوناما نوې مشرې په خپل ټوټیر کې د سولې، بشري حقونو، هوساینې او له افغانانو سره د همکاریو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

هغې ویلي: "زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه کار پیلوم. زه له افغانانو سره د خپلو همکاریو د پیاوړتیا او د سولې، بشري حقونو او د ټولو لپاره د هوساینې په موخه د کار کولو ملاتړ ته سترګې په لاره یم".

همداشان یوناما په یوې اعلامیې کې د میرمن لوینز له قوله ویلي چې افغانستان د دوامداره جګړې او کروناویروس د خپریدو په څیر لویو ننګونو سره مخامخ دی، خو د سولې خبرو په څیر بې ساري فرصتونه هم لري چې د روښانه راتلونکې لپاره هیلې رامنځ ته کوي.

په اعلامیې کې راغلي چې آغلې لیونز به افغانستان ته تر راتلو پورې له کاناډا څخه خپل کار ته دوام ورکړي.

دیبرا لیونز یوه کاناډايي دیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په مختلفو هیوادونو کې د کار تجربه لري.

میرمن لاینز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په افغانستان کې د کاناډا سفیره وه او د یوناما د نوې مشرې په توګه د ټاکل کېدو وړاندې یې په اسرائيلو کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.

افغان حکومت د یوناما د نوې مشرې په توګه په افغانستان کې د میرمن لاینز د کار د پیل تود هرکلی کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي: "دا ډېره ښه ده چې تاسې بیا په کابل کې له ځان سره لرو".

ډیبوره لاینز په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه کار پیل کړی دی چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د مبارزې او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هڅې روانې دي.

دغه راز د جمهوري ریاست او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي لانجه بله هغه ننګونه ده چې تر اوسه حل شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG