د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشر کابل پرېږدي


یاماماتو هیله ښودلې ده چې ۲۰۲۰ د افغانستان لپاره د سولې کال وي
یاماماتو هیله ښودلې ده چې ۲۰۲۰ د افغانستان لپاره د سولې کال وي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تاداماچي یاماماتو وايي چې په افغانستان کې یې ماموریت بشپړ شوی دی.

یوناما د شنبې په ورځ (مارچ۲۱) په یوې اعلامیې کې د ښاغلي یاماماتو له خولې لیکلي دي: "زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم، یوه هیله چې له میلیونونو افغانانو سره یې شریکوم: افغانستان ته د سولې راګرځیدل."

نوموړي هیله ښودلې چې ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې د ټېنګېدو کال وي. هغه ویلي دي چې په افغانستان کې لا هم د سولې په مخکې خنډونه شته خو وايي چې افغانان د دغو خنډونو د لېرې کولو ظرفیت لري.

یاماماتو د ۲۰۱۶ د جون په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وګمارل شو .

د ده د ماموریت پر مهال امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، افغانستان د پارلماني او ولسمشرۍ انتخابات وکړل او همدغه راز طالبانو درې ورځنی اوربند هم وکړ.

ښاغلی یاماماتو داسې مهال په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسوي چې څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت احضار کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې په واضح ډول نه وو ویل شوي چې ولې یې هغه احضار کړی، خو نوموړي د مارچ په ۱۲ د افغانستان پخواني اجرايي رئیس عبدالله سره لیدلي وو.

سرپرست وزیر هارون چخانسوري ښاغلي یاماماتو ته ویلي: "انتخاباتي بهیر ختم شوی دی او د افغانستان د اساسي قانون په اساس محمد اشرف غني ولسمشر دی او هغه د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده..بنآ، د افغان سیاست په اړوندو مسایلو بحث باید د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو نورمونو خلاف نه وي. "

خو یاماماتو ویلي وو چې یوناما په "افغانستان کې هېڅ موازي حکومت نه په رسمیت پېژني او نه یې هم ننګه کوي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ویلي دي چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره اوږ په اوږه کار کوي چې په دغه هېواد کې سوله ټېنګه شي.

ملګرو ملتونو تر دې دمه د ښاغلي یاماماتو ځای ناستی اعلان کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG