د لاس رسي وړ اتصالات

ډیبورا لیونز افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ټاکل شوې


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش، ډیبورا لیونز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د مشرې په توګه ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري په پنځمه) په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پخواني استازي تدامیچي یاماموتو کړنې ستایلې دي.

تدامیچي یاماموتو، د ۲۰۱۶ کال راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه کار کوه.

هغه د ۲۰۱۴ کال څخه د ۲۰۱۶ کال پورې د یوناما د مرستیال په توګه هم وظیفه سرته رسولې ده، د ښاغلي یاماموتو ماموریت د دې اونۍ په سر کې پای ته ورسید.

میرمن لیونز یوه کاناډايي دیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په مختلفو هیوادونو کې د کار تجربه لري.

میرمن لیونز په افغانستان کې یې هم د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلنو په موده کې د کاناډا د سفیرې په توګه دنده سرته رسولې ده.

میرمن لیونز د یومانا د رئیسې په توګه د ټاکل کیدو وړاندې په اسرائیل کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.

ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویلي، میرمن لیونز په امریکا کې هم د کاناډا د مرستیالې سفیرې په توګه کاري تجربه لري.

ډیبورا لیونز په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانکړې استازې په توګه کار پیلوي چې د یوې خوا په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره هڅې کړندۍ شوي او د بلې خوا د جمهوري ریاست د تیر کال د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اجرائیه ریاست د پخواني رئیس عبدالله عبدالله چې ځان یې د ټول شموله حکومت د جمهور رئیس په توګه اعلان کړی جنجالونه لا هم روان دي چې په دغه هیواد کې یې سیاسي شخړې زیږولي دي.

XS
SM
MD
LG