د لاس رسي وړ اتصالات

مکنزي: د دوحې تړون تر بشپړ تطبیق پورې دې امریکا له افغانستان ونوځي

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال کینټ مکنزي
د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال کینټ مکنزي

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي له امریکا سره د سولې تړون ته د طالبانو پر ژمنتیا شک ښودلی او ویلي یې دي چې د دغه تړون تر بشپړ تطبیق پورې دې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال مکنزي چې د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۰ (غبرګولي ۲۱) د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولی وویل امریکا باید په تم شي او وویني چې طالبان څه کوي.

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړی جنرال وایي د افغانستان نه په بشپړه توګه د ځواکونو د ایستلو په هکله یې سپارښتنه داده تر هغه جې طالبانو د القاعده شبکې سره اړیکې نه وي پریکړي په افغانستان کې دې پاته شي.

جنرال مکنزي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته په اشارې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحې کې لاسلیک شو وویل: "لا تراوسه ماته څرګنده نه ده چې هغوی (طالبانو) په بشپړ ډول دا مسله منلې او مخکې تګ ته چمتو دي".

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده. جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه په دې تړون عمل کوي او تر راتلونکې عیسوي میاشتې پورې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ غواړو له هغه مهالویش څخه مخکې واوسو چې لاسلیک کړی مو دی".

جنرال مکنزي وویل په هغه صورت کې چې شرایط برابر وي متحده ایالات به خپل ټول سرتیري د راتلونکي عیسوي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وباسي، خو نوموړي په دې تړاو چې په رښتیا به داسې شرایط برابر شي شک څرګند کړ.

هغه ټینګار وکړ: "صادقانه ووایم که زما نظر غواړی دا شرایط تر اوسه په بشپړ ډول نه دي برابر شوي".

د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه بله مهمه برخه له تروریستي ډلو په ځانګړي ډول القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو پریکول دي، چې په دې اړه د امریکا د مرکزي قواو قوماندان د شک په څرګندولو سره وویل، طالبان دغو ډلو ته په افغانستان کې د ژوند کولو اجازه ورکړې ده.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي و چې طالبان د دوحې د سولې د تړون د بریالي کېدو پر وړتیا شک لري او له همدې امله په دغې ډلې کې درزونه رامنځ ته شوي چې دا د هغوی له مخالفینو سره تعامل ستونزمن کوي.

د دغه راپور په اساس لږ تر لږه د لوړ پوړو طالبانو یوې ډلې د سولې له احتمالي توافق سره په مخالفت کې د "اسلامي ولایت حزب" په نوم یوه نوې ډله جوړه کړې ده.

په دې راپور کې د استخباراتي سرچینو له قوله راغلي چې د طالبانو په منځ کې د مخالفتونو د زیاتولي او د تندو غبرګونونو د ښودلو له ویرې د طالبانو رهبرۍ له امریکا سره د سولې د تړون جزئيات نه دي افشا کړي.

جنرال مکنزي ویلي چې که څه هم طالبان د کروناویروس د وبا تر اغیزې لاندې راغلي خو لا هم د بریدونو د ترسره کولو هڅې کوي.

خو نوموړي منلې چې طالبانو پر خپلې دې ژمنې عمل کړی چې د سولې د تړون په اساس پر امریکايي او د ناټو په چوکاټ کې د قاطع ملاتړ ماموریت پر ځواکونو به بریدونه نه کوي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان باید متحده ایالاتو ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG