د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه دوحې، کابل او اسلام اباد ته د خلیلزاد تازه سفر


یاد وزارت وايي د خلیلزاد د سفر تمرکز به د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه وي.
یاد وزارت وايي د خلیلزاد د سفر تمرکز به د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه وي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر، پاکستان او افغانستان ته ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد د سفر اصلي هدف د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په اړه د عملي اقدماتو په اړه د توافق تر لاسه کول دي.

وزارت ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به له ښکېلو لورو سره د امریکا-طالبانو د سولې تړون او امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي چې په وینا یې په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي کمېدو او بندیانو ازادولو په اړه ده.

زلمی خلیلزاد تېره ورځ د جون پنځمه(غبرګولې۱۶) له واشنګټن څخه په سفر روان شوی دی.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پیلېدو لپاره عبدالله عبدالله د یو سیاسي توافق په پایله کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ټاکلی دی.

که څه هم تر دامهاله له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پیلېدو مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو عبدالله عبدالله تېره اونۍ وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي ټېم هر وخت د خبرو پیلېدو لپاره چمتو دی.

ولسمشر غني هم تیره اونۍ د وزیر محمد اکبر خان جومات د امام مولوي محمد ایاز نیازي له جنازۍ څخه د لیدنې پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له افراطي ډلو څخه ځان بیل کړي، اوربند ته دوام ورکړي، تر څو د سولې مذاکرات ژر تر ژره پيل شي.

XS
SM
MD
LG