د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبيکستان وايي افغانستان ته به د برېښنا انتقال له سره پيل شي


د اوزبيکستان د انرژۍ وزارت وايي ټاکل شوې افغانستان ته د صادراتي برېښنا جريان سبا چهارشنبه جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) بيرته له سره پيل کړي٠

دغه وزارت پر خپل تليګرام په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې افغانستان ته د صادراتي برېښنا جريان پدې وروستيو کې د هوا د يخوالي او تخنيکي ستونزو له امله بند شوى و٠

د دغه وزارت په وينا په وروستيو ورځو کې، د ياد هيواد د برېښنا توليدي دستګاو د سونګ موادو کې تخنيکي ستونزه رامنځته شوه وه چې اوس مهال دغه ستونزه هواره شوې او افغانستان ته به د تړون له مخې بيرته د برېښنا جريان پيل شي٠

د اوزبيکستان د انرژۍ وزارت ويلي چې يادې ستونزې يې د افغانستان د برېښنا له شرکت سره شريکه کړې وې٠

د شاوخوا ١٢ ورځو را پدېخوا افغانستان ته د اوزبیکستان د وارداتي برېښنا تر قطعه کېدو وروسته کابل ښاریان وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې پوره دوه ساعته برېښنا هم نلري. دوى وايي چې د برېښنا نشتوالي په سوړ ژمي کې د هغوی ستونزې او مشکلات دوه برابره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له اوزبیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د وارداتي برېښنا د تړون د تمدید خبر ورکړی و. یاد هیواد ژمنه کړې وه چې په دغه موده کې به د افغانستان د اړتیا وړ بریښنا چمتو کړي.

پرهمدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې د اوزبيکستان د بهرنيو چارو وزارت ډاډ ورکړى چې د برېښنا د تولید برخه کې ځینې تخنیکي ستونزې اوارې شوي او زياته کړې ده په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به تر ۲۵۰ میګاواټه پورې برېښنا بېرته افغانستان ته ونښلول شي.

دوې ورځې مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د اوزبیکستان له حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برېښنا ورکړي.

نوموړي وویل چې اوزبیکستان د نوي تړون له مخې افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا ورکولو ژمنه کړې وه. ښاغلي متقي د انتقاد په بڼه وویل چې اوزبیکستان د ژمي په دې یخو شپو او ورځو کې پر افغانستان خپله برېښنا قطعه کړې ده.

د ترکمنستان د وارداتي برېښنا تړون تمديد

د افغانستان برېښنا شرکت له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ٢٠٢٣ کال لپاره د وارداتي بریښنا تړون د تمديد خبر ورکړ.

دغه شرکت د دوشنبې په ورځ جنورۍ ٢٣ (سلواغې درېيمه) ويلي چې دغه تړون د ترکمنستان مرکز عشق اباد کې د طالب او ترکمنستاني چارواکو تر منځ لاسليک شو.

د افغانستان برېښنا شرکت په دې اړه نور جزٸيات نه دي ورکړي، خو دومره يې ويلي چې ترکمنستان ژمنه کړې چې د ياد تړون مطابق برېښنا به افغانستان ته چمتو کړي٠

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

XS
SM
MD
LG