د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: امریکا له لویدیځې آسیا څخه خپل وتل حتمي کړل


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د قاسم سلیماني د وژلو اقدام د امریکا "ګستاخي" وبلله او ګواښ یې وکړ، چې متحده ایالات به په قاطع او حتمي توګه د دې کار ځواب ترلاسه کړي.

جواد ظریف د سې‌شنبې په ورځ د جنوري په اومه (مرغومي ۱۷مه) په تهران کې یوې غونډې ته، چې په کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د عُمان د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون درلود په وینا کې وویل، امریکا چې په سیمه کې کومه تګلاره لري "د ناامنۍ، جګړې او د وینې د تویېدو" ده.

ښاغلي ظریف د قاسم سلیماني وژل، په لویدیځه آسیا کې د امریکا د حضور پای وباله او زیاته یې کړه: "متحده ایالات به د خپلې ګستاخۍ قاطع او حتمي ځواب په داسې یو وخت او ځای کې ترلاسه کړي، چې تر ټولو زیات درد احساس کړي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته هم پیغام درلود. هغه وویل، چې هیواد یې د ستونزو د حل لارې موندلو پلوي دي او د سیمې هیوادونه باید د سیمه‌ییزو مسلو د حل لارې موندلو محور وي.

هغه ټینګار وکړ: "په دې لاره کې د ټولو ګاونډیو ملګرتیا او د ټولو له خوا د روښانه ګامونو پورته کول اړین دي".

جواد ظریف په داسې حال کې امریکا ته د قاطع او حتمي ځواب ورکولو ګواښ کړی، چې له دې مخکې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړ، که چېرې د امریکا پر ګټو او یا پر کوم امریکايي برید وکړي، نو متحده ایالات به د ایران په خلاف له خپلو نویو پوځي تجهیزاتو څخه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG