د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړي ځل لپاره هندي محصولات د افغانستان له لارې ازبکستان ته واستول شول


په هند کې د خصوصي سکټور یوه سوداګر د لومړي ځل لپاره د پاکستان او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له لارې خپل محصولات د ځمکې له لارې ازبکستان ته صادر کړي دي.

د طالبانو د تجارت او صنایعو وزارت ویاند مولانا زهیر وویل، هغو لارۍ موټرونو چې پکې ۱۴۰ ټنه هندي محصولات په خاص ډول بوره وه، د چهار شنبې په ورځ مارچ شپاړسمه (کب ۲۵) له کابل څخه د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په طرف حرکت وکړ.

ښاغلي زهیر امریکا غږ ته وویل دغه محصولات یوه ورځ مخکې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته رسیدلي وو. یاد زوارت چې د هندي محصولاتو د ترانزیت د آسانتیاوو په هدف خاص مراسم جوړ کړي وو او دا یې د تجارت په برخه کې د مرکزي او جنوبي آسیا په نښلولو کې مهم ګام وباله.

آزادۍ راډیو د مولانا زهیر له قوله لیکلي:"دا زموږ شعار دی چې افغانستان به په اقتصادي څلور لارې بدلوو او د نن ورځې د محصولاتو لیږد یې یو ښه مثال دی."

خو پاکستاني چارواکي ټینګار کړی دی چې دا تجارتي معامله په بشپړ ډول په خصوصي ډول ترتیب شوې او د هیڅ هیواد حکومت پکې دخیل ندی.

له دې مخکې د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف تل د سیمې په اقتصادي، تجارتي او انکشافي څلور لارې د افغانستان د بدلیدو څرګندونې کولې او د هوایي دهلیزونو جوړول او د چابهار بندر ته لاسرسی یې ددغو هڅو عمده برخه بلله.

ښاغلي غني درې کاله مخکې د چابهار بندر په طرف د افغانستان د لومړۍ تجارتي محمولې د لیږد پرمهال وویل چې "افغانستان د آسیا په څلور لارې بدل شوی دی."

یوه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته وویل چې دغه تجارتي محصولات د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د هند له ممبای ښار څخه د سمندر له لارې د پاکستان کراچۍ ته راورسیدل او وروسته بیا د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ترانزیت د دوه اړخیز قرار داد له مخې هغه هیواد ته ولیږدول شول.

چارواکي وايي، طالبان د تجارت په برخه کې د سهولیتونو رامنځ ته کیدو ته ژمن دي ځکه د افغانستان په شان په وچه کې راګیر ازبکستان هم حق لري د نړیوال تجارت په هدف د پاکستان بنادرو ته لاسرسی ولري.

اسلام آباد کابل ته هم اجازه ورکوي چې د افغانستان - پاکستان د ترانزیت او تجارت له دوه اړخیز قرار داد APTTA څخه په استفادې له نورو هیوادونو سره د تجارت په هدف د هغه هیواد له بنادرو، ځمکې او هوا څخه استفاده وکړي.

ددغه قرار داد له مخې افغان سوداګر هم کولی شي چې د پاکستان له ځمکې، هوا او سمندر څخه هند ته خپل محصولات واستوي خو هغوی د اسلام آباد او نوې ډهلي د اړیکو له امله یوازې کولی شي هندي محصولات له سمندری بنادرو وارد کړي

خو په دې وروستیو کې پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې د هغه هیواد له خاورې څخه افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم واستوي، هغه غنم چې له افغانانو سره د بشري مرستې په هدف ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG