د لاس رسي وړ اتصالات

مکریسټل: د طالبانو غږ باید واوریدل شي


په افغانستان کی دامریکا د ایتلافیقواوو قوماندان جنرال مکریستل وایي چې دی ددې خبرې په امکاناتو راضي دی چې د طالبانو ټیټ رتبه قوماندانان او جنگیايی بیا ددې هیواد په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا مسله مطرح کړیده چې افغانستان امریکا ته څه اهمیت لري چې دومره توجه ورته کیږي.

د جنرال مکریستل تبصرې یوه ورځ وروسته له هغه نه وشوې چې د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي لوړه وکړه چې که دی بیا د جمهوررئیس په توگه انتخاب شو نو دی به طالبانو ته بلنه ورکړي چې خپله وسله په زمکه کیږدي او له ده سره په لویه جرگه کې برخه واخلي.

جنرال مکریستل د امریکا د نیشنل پبلک راډیو سره په مرکه کی ویلي دي چې د طالبانو یو عادي جنگیالی په ایډیولوژئ باندې نه جنگیږي بلکه هغه ته د هغه د کار پیسې ورکول کیږي.

جنرال مکریستل وویل چی حامد کرزی دې فرصت ته ستر گی په لار دی چې دغو جنگیالیو ته او حتی ټیټ رتبه قوماندانانو ته نمایندگي ورکړي.

جنرال مکریستل وویل : "زه به په بشپړ ډول له دې کار سره خوښ یم چې دا جنگیالي او ټیټ رتبه قوماندانان دا فیصله وکړي چې د افغانستان د اساسي قانون سره سم د افغانستان په سیاسي بهیر کې برخه واخلي".

رپوټ وايي چې ټاکل شویده چې جنرال ستانلی مکریستل د امریکا جمهوررئیسبراک اوباما ته په افغانستان کې د جگړې د کوششونو په برخه کې د یوې ارزیابئ نتیجه وړاندې کړي. توقع ده چې په دې کې به هغه د نورو عسکرو غوښته هم وکړي.

جنرال مکریستل وایي چې دوی به دا کوشش هم وکړي چې د هغو سیمو ارزیابي وکړي په کومو کې چې یاغیان ډیر نفوذ لري. ښایي هلته دوی د پردې ترشا حکومتونه جوړ کړي وي. ددي ترڅنگ به د افغانستان دملی امنیتدقواو او دنفوس د شمیر اندازه هم ځانته معلومه کړی.

د ورځی په پای کی د یاغیانو خلاف مبارزه په دی باندی بنا ده چی خلک څنگه دامنیت په برخه کی احساس کوی؛ نسبت دې ته چی د پیښو د شمیرپه یولړ خاصو اعدادو او ارقامو باندیقضاوت وشی. هغه وویل دا زښتهډیره گرانه ده چید بغاوت خلاف دحالاتو یو روښانه تصویر وړاندی کړی شي.

د راتلونکیو انتخاباتو په هلکه جنرال مکریستل وویل چې د امنیت په تامین کې بههلې ځلېدا خبره یقیني کړي چې د خلکو غټ اکثریت وکولی شيپهپر نفوسه مناطقوکېرایې ورکړي شي.هغه وایي چې غوښتنه یې کړیده چې دا ارزیابي وځنډول شي ترڅو دی د انتخاباتوپه نتایجو باندې خبر شي.

جنرال مکریستل وایی دی فکرکوی چی زموږ ارزیابی به هغه وخت بهتره وی چی دانتخاباتو د نتایجو په رڼا کی ورته وکتل شی. د انتخاباتو نتیجه او اغیزهبه مهمهوی خو هرڅه به ور پوری تړلی نه وی. که انتخابات زموږ له اټکل نه هم په ښه توگه ترسره شی او یا له توقع نه هم بد تر وی نوز ه فکر نه کوم چی زما ارزیابی ته به په ناڅاپی ډولتغییر ورکړی. یوازی معلومات به ورته برابر کړی.

دنیشنل پبلک راډیو دویب خپرونه لیکی چی جنرال مکریستلداخبره ومنلهچی په افغانستان کی به جگړه نه یوازی گرانه وی بلکه ډیروخت به هم واخلی. هغه وویل چی موږ به د ښو او بدوورځو سره مخامخ شو ؛ له ښو او بدو میاشتو سره به مخامخ شو؛ داهم یوه غمیزه ده چی سړی داوگوری چی څو تنه افغان ملکیاناو یا د ایتلاف په قواو کی ډیر کسان ووژل شی.

داهغه وظیفه ده چی نه یوازی عزم غواړیبلکه صبر او جرئت هم غواړی. په دی کی داسی کوم شی نشته چی د بریښنا په څیر تیز حرکت وشی او ددښمن پایتخت ونیول شی او یا داسی کوم بل شی وشی . موږ ددی لپاره جگړه کوو چی خلک په دی قانع کړو چی له خپل حکومت نه دفاع وکړی.

XS
SM
MD
LG