د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له القاعده سره اړیکې ندې بندې کړي- د پنټاګان سرمفتش 


د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت سرمفتش راپور ورکړی داسې نه ښکاري چې طالبانو دې د القاعده په ګډون له ترهګرو سازمانونو سره د روابطو د بندیدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي وي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې چې د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹ نیټه په قطر کې لاسلیک شوه، طالبانو ژمنه کړې چې له القاعده سره به خپل روابط بندوي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش د دفتر سرپرست شان اواونل په دغه درې میاشتنې یا ربع وار راپور کې چې د کانګرس لپاره چمتو شوی، لیکلي چې: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د امریکايي قواوو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) دواړو راپور ورکړی چې طالبانو د القاعده ملاتړ ته دوام ورکړی او حتي پر افغان پوځیانو د بریدونو لپاره له یو بل سره همکاري کوي."

د امریکا دفاع وزارت د جولای په لومړی نیټه په خپل راپور کې چې کانګرس ته یې لیکلی وو څرګنده کړې وه: "القاعده د هند په نیمه وچه کې د تل په شان د طالبانو له ټیټ رتبه غړو سره همکاري کړې ده او له هغوی ملاتړ کوي څو افغان حکومت ته زیان ورسوي او د امریکا پوځیانو او په سیمه کې غربي اهداف په نښه کړي."

طالبانو تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش راپور ته غبرګون ندی ښودلی خو دغې ډلې د جولای په دویمه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې طالبانو د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نده کړې او په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګښت په هدف له امریکا سره د شوې هوکړې د ژمنو د پوره کیدو لپاره هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم د روان کال په جون میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې طالبانو له امریکا سره د خبرو په جریان کې له القاعده سره مشوره کړې او له هغې ترهګرې ډلې سره یې د خپلو روابطو د دوام او بقا په اړه ډاډ ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې د استخباراتي سرچینو له موندنو داسې ښکاري چې طالبان له القاعده سره د مخالفت پر ځای، له هغې ترهګرې ډلې سره روابط پیاوړي کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش د تازه راپور له مخې چې د اګست په ۱۸ (زمري ۲۸) خپور شوی، طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، پر امریکايي او ائتلاف ځواکونو بریدونه درولي خو پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ډیر کړي دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د شمیر پر اساس ویل شوي چې د فبروري له اومې نیټې څخه بیا د مې تر ۱۴ نیټې پورې ۵۵۴۳ پیښې په افغانستان کې شوي دي.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه بیا د جون تر ۳۰ نیټې پورې ۱۲۸۲ ملکي افغانان په جګړو او وسله والو تاوتریخوالو کې وژل شوي او ۲۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي چې د راپور له مخې طالبان د ۴۳ سلنه تلفاتو عاملین دي.

په راپور کې همدارنګه راغلي د زندانیانو پر سر د افغان حکومت او طالبانو د جنجال له امله د افغانستان د سولې هڅې او د بین الافغاني مذاکراتو ترسره کیدل، لکه څنګه چې د دوحې په هوکړه کې ذکر شوي وو، ندي پرمخ تللي.

د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته ، باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ د افغان حکومت بندیان آزاد شوي واي او د د مارچ په لسمه نیټه بین الافغاني مذاکرات پیل شوي واي، خو د بندیانو د آزادیدو بهیر تر اوسه بشپړ شوی ندی.

د امریکا د دفاع وزارت سرمفتش همدارنګه راپور ورکړی که څه هم افغان او ائتلافي ځواکونو او طالبانو په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې پر جنګیالیو دوامداره بریدونه کړي دي خو یادې ډلې بیا هم خپله وړتیا ساتلې ده.

په دې راپور کې د وړاندې شویو شمیرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر ۱۰۰۰ کسانو په شاوخوا کې دی چې امنیتي تهدید ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG