د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په بلوچستان کې یو خبریال وژل شوی دی 


چارواکي وايي شاهد زهري په خپل موټر کې روان و چې چاودنه پرې وشوه
چارواکي وايي شاهد زهري په خپل موټر کې روان و چې چاودنه پرې وشوه

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چارواکي وايي چې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې یو خبریال، شاهد زهري، وژل شوی دی.

د پولیسو یو مشر شفیق منګل اسوشیتډپرس ته وویل چې دا پېښه نن دوشنبه ۱۱ (تلې۱۹) د بلوچستان ایالت د «حب» په سیمه کې شوې ده. نوموړي وویل چې زهري په خپل موټر کې روان کې چې چاودنه پرې وشوه.

دغه خبریال د «مېټرو۱ نیوز چاینل» سره کار کاوه. پولیس وايي د هغه د وژنې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

له پېښې څخه څو ساعته وروسته د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ ادعا وکړه چې برید دوی کړی دی. د بلوچستان ایالت د پاکستان یو نا امنه ولایت بلل کیږي‌ چې وخت ناوخت په کې دا ډول بریدونه کیږي.

پاکستان د خبریالانو لپاره یو نا امنه او خونړی هېواد ګڼل کیږي. د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د ۲۰۲۰ د راپور په اساس، پاکستان په نړۍ کې نهم نمبر هېواد دی چې خبریالان په کې خوندي‌ او امن نه دي.

وايي په دغه هېواد کې د خبریالانو قاتلان ازاد ګرځي او په دې اړه ۱۵ قضیې لا هم حل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG