د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بس لوېدو پېښه کې د ۹ چینایانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د پاکستان په شمال کې د پاکستاني او چینايي ساختماني کار کوونکو د بس موټر اوښتو له امله د نهو چینایانو په ګډون ۱۳تنه وژل شوي دي.

دغه پېښه نن چهارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د خیبر پښتونخوا په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې موټر د کوهستان ولسوالۍ په یوه تنګه دره کې تر باروان وروسته له سړک څخه لاندې لوېدلی دی.

د جاوید عارف په نوم د کوهستان ولسوالۍ یو چارواکي د اسوشېټیډ پریس اژانس ته ویلي چې په دغه پېښه کې ۳۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ویلي چې د پېښې ټپیان او مړي د سیمې نژدې روغتون ته انتقال شوي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.

خو په پاکستان کې د چین سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه موټر باندې برید شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: «پدې وروستیو په پاکستان کې په په یوې مشخصې پروژې باندې د کار په وخت زمونږ په کارګرانو بریدونه شوي یو شمیر وژل شوي او ټپیان شوي دي.»

د چین سفارت همداشان ویلي چې په پاکستان کې یې چینایانو ته خبر ورکړی چې د غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او هغوی چې مجبور دي د کار او یا سودا اخیستلو لپاره بهر ته ووځي باید خپل امنیت ته خاصه پاملرنه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان په بیجینګ کې ویلي چې چین پدې پیښه اندیښمن شوی او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت کې دغه بمي پیښه غندي: «مونږ د چینایي او پاکستاني پرسونل د مړینې ماتم کوو چې په برید کې وژل شوي او د غم ځپلو کورنیو او ټپیانو سره خواخوږي کوو.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې: «مونږ د پاکستاني لورې غوښتي چې د دغې پیښې پلټنه وکړي او څومره ژر چې ممکن وي بریدګر ونیسي او سزا ورکړي او په پاکستان کې په جدي توګه د چینایي پرسونل، تاسیساتو او پروژو امنیت ونیسي.»

د خیبر پښتونخوا ایالت د حکومت ویاند کامران بنګښ رسنیو ته ویلي چې د پیښې په اړه پلټنې روانې دي او د پیښې علت لا څرګند ندی.

چینايي انجېنیران په کوهستان ولسوالۍ کې له پاکستان سره د اوبو بند په جوړولو کې کار کوي چې سیمې ته د تګ پر مهال دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس بیا د ځینو پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې دغه پېښه د چاودنې له امله رامنځته شوې ده، خو وايي معلومه نه ده چې دغه پېښه د سړک غاړې ماین چاودنې او که په بس کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د معظم جاه انصاري په نوم د خیبر پښتونخوا یو لوړپوړي پولیس چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه چاودنه کې شپږ چینایان، دوه پاکستاني عسکر او دوه ملکي کار کوونکي وژل شوی دی.

په ۲۰۱۹ کې وسله والو کسانو په بلوچستان کې په یو عصري هوټل باندې برید وکړ چې په کې چینایي انجینران اوسیدل. دغو چینایانو د ګوادر بندر په پروژې کې کار کاوه.

د ۲۰۰۰ کال په جون میاشت کې بلوچ جلاغوښتونکو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسهامو په بازار چې یوه برخه یې په چین پورې مربوطه ده برید کړی و.

XS
SM
MD
LG