د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې یو کس د خپلې میرمنې پوزه پرې کړې


د پکتيکا حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې يو میړه له خپلې مېرمنې څخه د چړې په وسيله پوزه غوڅه کړې ده.

د پکتيکا د ښځو چارو رئيسې خوشبو ميدانوالې امريکاغږ ته وويل، د ”برائت‟ په نوم دغه کس له خپلې مېرمنې ”زرکې‟ نه د کورني تاوتريخوالي په نتيجه کې پوزه پرې کړې ده.

مېرمن خوشبو ميدانوالې زياته کړه، چې دا پېښه څو ورځې مخکې د جاني خېلو ولسوالۍ په حکيم آباد کلي کې شوې ده، خو زياتوي چې د پېښې عامل تېره شپه د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

په ورته وخت کې د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين امريکاغږ ته وويل، چې ياد کس له خپلې مېرمنې څخه د پوزې تر غوڅولو وروسته له کوره تښتېدلی و.

هغه وويل، دغه کس تېره شپه غوښتل چې بيا خپلې مېرمنې ته د زيان رسولو لپاره خپل کور ته واړوي، خو د کورنۍ غړو يې په خپل وخت پوليسو ته خبر ورکړی او هغه يې له يو ميل تومانچې او چاقو سره نيولی دی.

د پکتيکا د پوليسو وياند شاه محمد آرين وويل، چې د يادې مېرمنې د پوزې زخم په روغتون کې تداوي شوی مګر د پوزې سر يې نشته او معيبوبه ده.

د دغه ولايت د ښځو چارو رئيسه مېرمن خوشبو ميدنواله وايي، پوره هڅه کوي چې د هغې بشپړې درملنې ته زمينه برابره کړي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د يادې کورنۍ د غړو نظر هم واخلو، خو کوم غبرګون مو تر لاسه نشو کړای.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG