د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې غیرقانونې مهاجرې مور د ماشومانو نه د بیلیدو قیصه


GONZALIZ

د گواتیمالا سره تعلق لرونکې یوه ښځه یاني گونزلیز هغه وخت د خپلو دریو ماشومانو نه جلا کړل شوه چې امریکا ته په غیرقانوني توگه داخله شوه.

د گونزلیز ماشومان د هغو دوو زرو ماشومانو د جملې نه دي چې د خپل مور پلار نه بیل کړل شویدي. هغه اوس کوښښ کوي چې خپل ماشوم بیرته ترلاسه کړي.

یاني گونزلیز ۴٣ ورځې په توقیفخانې کې د ساتل کیدو نه وروسته په ضمانت خوشې شویده. اغلې گونزلیز هغه مهال نیول شوې وه چې د خپلو دریو ماشومانو سره یو ځاې یې امریکا ته په غیر قانوني توگه د داخلیدو کوښښ کاوه. د هغې درې ماشومان د هغې نه اخیستل شویدي.

گونزلیز امریکا غږ ته وویل چې ډیره سخته ده، هغه اوس د خپلو ماشومانو په لټه کی ده. هغې وویل "داسې احساس راته کیده چې زړه مې زر ټوټې شوی وي، ماشومان یې د غیږې نه رانه وړي دي."

د ګونزلیز دری ماشومان
د ګونزلیز دری ماشومان

یاني گونزلیز په ایریزونا کې په توقیفخانې کې ساتل شوې وه او د هغې ماشومان یې د هغې نه ٣٨٠٠ کیلومیتره لیرې په نیویارک کې ساتلې دي.

هغې زیاته کړه "ما هغوي ته وویل چې ما ټیلفون ته پریږدۍ، هغوي راته وویل چې اجازه نه لری. ما ورنه خواست وکړ چې د خپلو ماشومانو خبر اخلم، نو ماته یې وویل چې تا به گواتیمالا ته بیرته لیږو او ماشومان به دې د دې حکومت سره پاتې وي"

اغلې گونزلیز وویل چې هغه د ولسمشر ټرمپ د حکومت د 'نه زغملو د تگلارې' نه ناخبره وه. هغې وویل چې که خبره وې چې ماشومان به ترینه بیلول کیږي نو هغه به کله هم نه وه راغلې.

د هغې ماشومان په نیویارک کې دي. په امریکا کې د خیریه موسسو په مرسته هغه په ضمانت خوشې شوه.

د یادونې وړ ده یاني گونزلیز هغه ورځ خوشې شوه چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ میرمنې میلانیا ټرمپ د مهاجرینو یو کمپ ته سفر وکړ. هغې د خپلې وینا په وخت وویل چې زه دلته ستاسو د ملاتړ لپاره راغلي یم او ژمنه یې وکړه چې د ماشومانو او د کورنیو سره به تر خپله وسه مرسته وکړي.

د ټرمپ حکومت هم ویلي دي چې بیلې شوې کورنۍ به یو ځاې کوي. گونزلیز هیله لري چې ډیر ژر به خپل ماشومان په غیږ کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG