د لاس رسي وړ اتصالات

د مقاومت شورا: د خبرو او جګړې انتخاب لرو، طالبان: هېڅوک حق نلري خلک وګواښي 


عطام محمد نور د بلخ پخوانی والي
عطام محمد نور د بلخ پخوانی والي

د طالبانو حکومت د یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو له لوري د « افغانستان اسلامي ‌جمهوریت د مقاومت عالي شورا» د جوړولو په اړه غبرګون کې ویلي دي هرڅوک چې جګړه غواړي ولس به یې په مخ کې ودریږي.

د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور او پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف تېره ورځ په خپلو فیسبوک پاڼو د دغې شورا د تاسیس اعلان وکړ. د ښاغلي نور فیسبوک رسمي نښه لري او د ښاغلي سیاف یې نلري، خو دواړو کې یوه اعلامیه خپره شوې ده.

په اعلامیې کې راغلي چې دا شورا به په سیاسي او نظامي برخو کې کارکوي. دوی خبرداری ورکړی که د خبرو له لارې نتیجې ته ونه رسېدل، نظامي لاره به غوره کړي.

طالبانو له دغه اعلان څخه وروسته وویل هېڅوک حق نلري چې د دا ډول ډلو په جوړولو سره د افغانستان خلک وګواښي.

له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د ښاغليو نور او سیاف په ګډون اکثریت پخواني جهادي او سیاسي مشران له افغانستان څخه ووتل.

د دوی په اعلامیې کې ویل شوي چې یو شمېر «مطرحو او خواوخوږیو» شخصیتونو دا شورا جوړه کړې ده خو د غړو نومونه یې نه دي خپاره کړي.

ازادۍ راډیو وايي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې شورا په اړه غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې او هغه خلک چې جګړه غواړي د ښاغلي مجاهد په وینا ولس به یې په مخ کې ودریږي.

هغه وویل: «اوس د هغوی هېڅ تخریبي او نورو فعالیتونو ته فرصت نشته، ښه به وي چې د نورو افغانانو غوندې خپل عادي ژوند وکړي.»

نوموړي‌ زیاته کړه چې افغانانو له څلوېښت کلنې جګړې وروسته د ارامې ساه اخلي او «دا مغرضین، چې په بېلا بېلو وختونو کې خلک ځورولی او د جګړې د اوږدېدو لامل شوي، باید پښیماني څرګنده کړي او له خپلو تېرو کارنامو څخه عبرت واخلي».

د دغې شورا تر اعلان مخکې احمد مسعود په پنجشیر کې د «ملي مقاومت جبهه» اعلان کړه او لا یې هم یو شمېر جنګیالي په پنجشیر کې دي.

XS
SM
MD
LG