د لاس رسي وړ اتصالات

د غني د حکومت ځینې غړي په بهر کې د افغان دولت د کار په دوام ټېنګار کوي


د افغانستان د مخکني دولت یو شمیر مقاماتو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستان څخه بهر ددې دولت د کار د دوام خبر ورکړی دی. طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او مخکنی حکومت ړنګ شو.

په یو ۱۸ ماده ییزه بیان کې چې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې ۶) په سویس کې د افغانستان د سفارت په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت "د افغانستان یوازینۍ مشروع " او د "انتخاباتو او د خلکو په رایو" رامنځته شوې اداره ګڼل شو ده.

په بیان کې راغلي دي چې "د بهرنیو عناصرو په واسطه د هیواد د اشغال وروسته" د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپل تاریخي مسولیت له مخې او د مشرانو، سیاسي مشرانو او د ټولنې د مختلفو قشرونو او څیرو سره په مشورې" دغه تصمیم نیولی دی.

طالبانو چې د اګست په ۱۵ د افغانستان څخه د محمد اشرف غني د وتلو څخه څو ساعته یا شیبې وروسته کابل او ارګ ته ننوتل، خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې ده، که څه هم چې ددې ډلې حکومت تر اوسه د هیڅ کوم هیواد له لورې په رسمیت ندی پیژندل شوی.

په سویس کې د افغانستان د سفارت له لورې په خپور شوي بیان کې راغلي چې هیڅ بله اداره نشي کولای د افغانستان د اساسي قانون په خلاف د مشروع حکومت ځای ونیسي.

د بیان په دوهمه ماده کې راغلي: "د جمهور رئیس [غنی] په وتلو او د سیاست او ددې هیواد د ادارې سره د هغه د اړیکو د شلیدلو وروسته د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د اساسي قانون د موادو په اساس د حکومت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي او د هیواد د چارو مشري کوي."

د ښاغلي غني په مشرۍ حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح، د هیواد څخه د ښاغلي غني له وتلو دوه ورځې وروسته د اګست په ۱۷ په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې د اساسي قانون له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست قانوني سرپرست دی.

په سویس کې د افغانستان د سفارت په بیان کې راغلي چې په بهر کې د افغانستان د جمهوري دولت د فعالیت ځای به ډیر ژر اعلان شي.

دغه بیان همداشان د "دولت د عالي شورا" د جوړیدو خبر ورکوي چې د هیواد د چارو مشري وکړي او د حکومت د غړو او ملي شورا ترمنځ همغږي وشي. ویل شوي چې مشران او سیاسي څیرې ددغې شورا غړیتوب لري. خو د کوم شخص نوم ندی یاد شوی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته ددې هیواد ملي شورا (سنا او ولسي جرګه) غیر فعال شول او ددې شورا ځنې غړي بهر ته ولاړل.

په بیان کې همداشان د افغانستان د دوستو او شریکو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره خپلې اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکړي او "طالبانو ته د هر ډول مشروعیت له ورکولو څخه چې په غیر قانوني او نامشروع توګه د خشونت او د نورو په کفالت یې هیواد اشغال کړی" ډډه وکړي.

پدغه بیان کې د افغانستان د «ملي مقاومت» څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په ملاتړ ټینګار شوی دی. د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشري احمد مسعود کوي.

پداسې حال کې چې طالبان په ټول افغانستان مسلط شوي پدې بیان کې د حکومت د اراکینو او د افغانستان د ملي شورا د غړو څخه غوښتل شوي چې سره راټول شي او خپل اداري او سیاسي چارې په مخ یوسي، خو ندي ویل شوي چې دغه راټولیدنې دې چیرته وشي.

همداشان په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې اوس په بد حالت کې دي خپلو وظیفو ته راغوښتل کیږي او د هغوی په وړاندې موجودو ننګونو ته په نژدې راتلونکې کې ځواب ویل کیږي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټول سفارتونه او قونسلګرۍ به په عادي ټوګه کار ته دوام ورکړي.

په پای کې ویل شوي چې دغه بیان د "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مشرانو، سیاسي مشرانو او سیاسي شخصیتونو" په استازیتوب خپور شوی دی خو د افغانستان د هیڅ سیاسي څیرې نوم ندی ذکر شوی.

XS
SM
MD
LG