د لاس رسي وړ اتصالات

احمد مسعود د طالبانو په ضد د ملي پاڅون غږ وکړ 


احمد مسعود
احمد مسعود

له هغه وروسته چې طالبانو د پنجشیر ولایت د نیولو اعلان وکړ، د «ملي مقاومت» د جبهې مشر احمد مسعود په ټولو افغانانو غږ کړی چې د طالبانو په ضد «ملي پاڅون» وکړي.

احمد مسعود د دوشنبې په ورځ سپتمبر۷ (وږي۱۵) په خپل رسمي فیسبوک کې په خپل غږ د شاوخوا ۱۸دقیقو یو بیان او خپلو پلویانو ته پیغامونه خپاره کړي‌ دي.

ښاغلي مسعود په خپلو خبرو کې په پنجشیر ولایت او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د طالبانو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې «د اسلامیت او بشریت ضد» بللي دي.‌

هغه په دغه غږیز پیغام کې وايي: «نن خپلو عزیزو خلکو ته یو مشخص پيغام لرم: وطنوالو هر چېرې چې یاست، که بهر کې یاست او یا داخل کې،‌ له تاسو غواړم چې د خپل وطن د عزت، ابادۍ او سر لوړۍ لپاره عمومي قیام وکړئ... زموږ هیله دا ده چې هره خور او هر ورور چې په هر ځای کې دی او هر رنګ چې کولای شي، د وطن د نجات لپاره دې ودریږي، قیام وکړي او مقاومت دې وکړي. که څوک وسله واله مبارزه کولای شي، موږ یې تر څنګ ولاړ یو. که څوک مظاهرې کوي، موږ یې غږ کیږو، ننګ یې کوو او تر څنګ یې ولاړ یو. او د وطن د نجات لپاره تر وروستۍ شېبې پورې یې تر څنګ دریږو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي‌ خپلو ټولو مخالفانو ته یې «عمومي بخښنه کړې او هغوی کولای شي خپل عادي‌ ژوند» وکړي.

لا معلومه نه ده چې احمد مسعود دا غږ چېرته ثبت کړی دی. طالبانو له څو ورځو راهېسې د پنجشیر په ولایت باندې انټرنټ بند کړی و.

احمد مسعود په خپلو خبرو کې نه دي‌ ویلي چې ایا پنجشیر سقوط کړی دی که نه، خو دا ادعا یې وکړه چې د «طالبانو په لیکو کې بهرني جنګیالي وو او لا هم» شته، هغه ادعا چې طالبان یې نه مني.‌

هغه وايي چې د پنجشیر په جکړې کې یې د کورنۍ د ځینو غړو په ګډون «یو شمېر کسان شهیدان شوي» خو دقیق ارقام یې ونه ښوده.

احمد مسعود وویل چې د طالبانو وروستيو بریدونو د «افغانستان د اینده یو کوچنی تصویر ښکاره کړ... هغه تصویر چې افغانستان به په کې بې فرهنګه، بی هنره، بی اتفاقه او په یو سیاسي او اقتصادي انزوا کې ګیر وي او خپل مستقل سیاست به ونلري.»

طالبانو د کابل له نیول کېدو وروسته اعلان وکړ چې «همه شمول حکومت جوړوي او له نړۍ سره ښه روابط» غواړي، خو له شاوخوا دریو اونیو وروسته یې لا هم خپل حکومت اعلان کړی نه دی.

ښاغلي مسعود په خپلو خبرو کې په نړیوالې ټولنې باندې هم انتقاد وکړ چې «طالبانو ته یې سیاسي شناخت او جرات ورکړ» چې ګنې طالبان بدل شوی دي، خو وايي‌ چې طالبان «بدل شوي نه دي، بلکې تر پخوا ډېر متشدد» شوي دي.

احمد مسعود تېره ورځ ویلي وو که طالبان له پنجشیر او اندراب څخه خپل ځواکونه وباسي، هغوی به هم جګړه بنده کړي او مذاکرات به روان وساتي.

وسله وال طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ته ننوتل. طالبانو له هغه وروسته هڅه وکړه چې د پنجشیر ولایت هم ونیسي، خو هلته له مقاومت سره مخامخ شول. طالبانو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت یې هم نیولی دی او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې «مال او ځان ته به یې زیان»‌ نه رسي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په پنجشیر باندې یې انټرنټ بند کړی و او ټولې ورغلې لارې یې هم تړلې وې. هغه وویل که په پنجشیر کې جنګېدلي خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او عادي‌ ژوند ته راوګرځي،‌ په خبره یې طالبان ورسره ستونزه نلري.

ښاغلي مجاهد د «پنجشیر له نیول کېدو وروسته» اعلان وکړ چې ټول افغانستان اوس د طالبان په لاس کې دی او جګړه ختمه شوه.

XS
SM
MD
LG