د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند غنمو د انتقال موده وغځېده


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند د غنمو او درملو د انتقال موده یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولې ده.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۱۷ (وري ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه هیواد له خاورې څخه افغانستان ته د هند د غنمو او درملو د انتقال موده د مارچ میاشتې پر ۲۱مه نېټه پای ته رسېدلې وه، خو په دې وروستیو کې نوي ډهلي د دغه مودې د غځېدلو غوښتنه کړې وه.

هند ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره د بشري بحران مخنیوي په هدف د ۵۰زره ټنو غنمو مرسته کوي.

د پاکستان کابینې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې پر ۲۳مه هند ته اجازه ورکړه چې د دغه هیواد له ځمکني قلمرو څخه مرسته شوي غنم افغانستان ته انتقال کړي. تر هغه وروسته افغانستان ته د پاکستان له خاورې د هندي غنمو د انتقال بهیر شاوخوا څلور میاشتې وځنډېدی.

د پاکستان له خاورې د هند مرسته شوو غنمو بهیر د فبرورۍ میاشتې پر ۲۲مه افغانستان ته پيل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې د دغه هیواد له خاورې د هندي غنمو د انتقال د مودې غځېدو په اړه یې مقابل طرف په رسمي ډول په جریان کې اچولی دی.

دغه هیواد له یاد «استثنايي» اقدام څخه هدف په افغانستان کې بشري بحران ته رسېدل یاد کړي او ویلي دي چې د هند ددغه بشري مرستې انتقال ته به ښه زمینه برابر کړي.

پاکستان له کلونو راهیسې هند ته اجازه نه ورکول چې خپل سوداګریز او غیر سوداګریز توکي د دغه هیواد له قلمرو څخه افغانستان ته انتقال کړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له سخت بشري بحران سره مخ شو تر دې مخکې ملګرو ملتونو له نړیوالو ټولنې څخه غوښتي و چې د افغانستان د اقتصادي نظام پاشل کېدو د مخنیوي لپاره له دغه هیواد سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د وچکالۍ دوام، د کرونا ویروس اغېزې، او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي له لوږې او فقر سره مخ شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په تیرو څلورو کلونو کې د وچکالۍ له امله په دغه هیواد کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي او د غنمو نژدې ۴۰ سلنه محصولات د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې افغانستان د ۲.۵ میلیون ټن غنمو له کمبود سره مخ دي او یوازې د دغه هیواد پنځه سلنه وګړي کولای شي چې کافي غذا وخوري.

XS
SM
MD
LG