د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان له افغانستان سره د ۵۰زره ټنو غنمو مرسته کوي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پاکستان له افغانستان سره د ۵۰زره ټنو غنمو مرستې ژمنه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه مارچ دوهمه (کب ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یادې مرستې ۳۶۰۰ ټنه تیره ورځ ننګرهار ولایت ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې ده: "له افغانانو سره د مرستې په لړ کې پاکستان هېواد له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنو غنمو مرستې ژمنه کړې چې پرون یې په لومړۍ جوپه کې ۳۶۰۰ ټنه غنم ننګرهارته راورسیدل. موږ د ورور هېواد پاکستان د دغو مرستو هرکلی کوو او د لازیاتو همکاریو غوښتنه ورڅخه کوو."

د طالبانو د حکومت ویاند له افغانستان سره د پاکستانې د یادې مرستې هر کلی کړی او له دغه هیواد څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تیره ورځ د پاکستان د بشري مرستو یو اته موټریز کاروان افغانستان ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه۷۴ ټنه بشري مرسته کې خوراکي او غیر خوراکي مواد شامل دي.

د تیرو څه باندې شپږو میاشتو راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له افغانانو سره د پاکستان د مرستې راپوورنه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کیده چې پاکستان تیره اونۍ له خپلې خاورې افغانستان ته د هند بشري مرستې د انتقال اجازه ورکړه.

افغانستان ته د هند ۵۰ زره ټنه غنمو د انتقال بهیر تر څه باندې څلورو میاشتو وروسته تیره اونۍ پيل شو.

د طالبانو حکومت پر داسې مهال له افغانانو سره د پاکستان د ۵۰زره ټنو غنمو د مرستې خبر ورکوي چې تیره ورځ نړیوال بانک له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دغه ستر مرسته کوونکي بنسټ ویلي دي چې دا پیسې به د طالبانو لاس ته نه ورکول کیږي بلکې د ملګرو ملتونو د اداراتو او نړیوالو موسسو له لارې به په افغانستان کې لګول کیږي.

دا پیسې د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ځانګړي کیږي، د تیر کال په ډسمبر میاشت کې هم د سخت ژمې په جریان کې له بشري ناورین سره د مبارزې په هدف له یاد صندوق څخه ۲۸۰ میلیون ډالره ورکړل شوي و.

XS
SM
MD
LG