د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ګوڅي راټول شوي


وڅي با ارزښته طبیعي بوټی دی چې د خوړو ترڅنګ په طبي درملو کې کارول کیږي
وڅي با ارزښته طبیعي بوټی دی چې د خوړو ترڅنګ په طبي درملو کې کارول کیږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په کونړ ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټول شوې دي.

کرنې وزارت نن یکشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۸) ویلي چې اوس مهال په دې ولایت کې د کوڅو راټولولو موسم پیل شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو له قوله ویلي: "د ګوڅو راټولول چې د کونړ د غرونو د خلکو دودیزه سوداګري ده، د پسرلي په موسم کې سلګونه خلک د ګوڅو راټولولو پسې د غرو لمنو ته ځي او په راټولو شویو ګوڅو له بازاره اړتیاوې پوره کوي."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس ګوڅي یو غرنی طبعي بوټی دی چې د پسرلي په موسم کې په ځنګل لرونکو غرنیو سیمو کې کیږي.

یاد وزارت وايي، ګوڅي با ارزښته طبیعي بوټی دی چې د خوړو ترڅنګ په طبي درملو کې کارول کیږي او ډېر مینوال لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت همدارنګه زیاته کړې چې ګوڅي مصنوعي تولید نه لري او په طبعي توګه په غرونو او ځنګلونو کې راټوکیږي چې د تېر په پرتله یې په دې ولایت کې سږکال تولید زیات شوی.

XS
SM
MD
LG