د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل شمال کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو ویجاړه شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، تېره شپه د کابل په شمالي برخه «قلعه مرادبیک» کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بم ویجاړه شوې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت مطبوعاتي مسؤل احمد مسعود نېکزاد خبریالانو ته وویل چې د یادې پایې په ویجاړېدو سره کابل او اتو نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا جریان قطعه شوی دی.

ښاغلي نېکزاد زیاته کړه چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټېم اوس مهال سیمې ته تللی او هڅه کوي چې د یادې پایې په جوړېدو کابل او نورو ولایتونو ته وارداتی برښنا وصل کړي.

هغه زیاته کړه چې ډېر ژر به کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، خوست، پکتیا، غزني، میدان وردګ او لوګر ته برښنا وصل شي.

په کابل کې د ازبکستان د وارداتي برښنا د پایې په ویجاړېدو سره د کابل ترڅنګ اتو نورو ولایتونو ته د برېښنا جریان په بشپړه توګه قطعه شوی دی.

تر دا مهاله په کابل کې د وارداتي برېښنا د پایې د ویجاړولو مسؤلیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی او طالبانو هم ویلي چې د پېښې د عاملینو د نیولو په اړه هڅې پيل کړي دي.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه پایه په بم ویجاړه کیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس د ۱۴۰۰ لمریز کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله د وارداتي برښنا شااوخوا ۳۰ پایې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په بمونو ویجاړي شوي چې د هرې پایې بیا جوړېدو باندې ۱۰۰زره امریکايي ډالر لګښت راځي.

XS
SM
MD
LG