د افغان خبریالانو د ملاتړ یوه اداره وايي چې د افغانستان د خوست په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو له خوا د یوې ودانۍ څخه د 'نن ایف ایم' په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو د وسایلو د خالي کولو وروسته د تیرې ورځې راهیسې ددغې راډیو خپرونې بندې شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۶( مرغومې۲۶) په یوه اعلامیه کې د 'نن ایف ایم' راډیو د خپرونو په بندیدو ژوره اندیښنه ښودلې او پرته د قید او شرط څخه یې ددغې راډیو د خپرونو د بیا پیلیدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سیمه ییزې سرچینې له قوله ویلي: "د خوست د امینه قومندانې اړوند امنیتي ځواکونو نن [سه شنبه] د غرمې شاوخوا د ۱۲ بجې د خوست د ښار په دوییمه ناحیه کې د راډیو ودانۍ ته د ننوتلو او د کارکوونکو د ګواښلو او د زور څخه په کار اخیستلو د 'نن' راډیو وسایل او تجهیزات ددغې رسنۍ له ودانۍ څخه بهر ایستلي او د ودانۍ دروازه یې تړلې ده".
د خوست په ولایت کې خبریالانو ویلي چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د'نن ایف ایم' راډیو پر ودانۍ د برید پر مهال دغې راډیو ژوندۍ خپرونې خپرولې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د 'نن ایف ایم' راډیو کارکوونکي هم د راډیو د ودانۍ څخه ایستلي او ددغې راډیو څلور کارکوونکي یې شاوخوا دوه ساعتونو لپاره بندیان کړي و، خو ددغې راډیو خاوند اسلم قانوني چې د امنیتي ساتوونکو له خوا یوه اونۍ دمخه نیول شوی وو لا هم د خوست امنیتي ځواکونو سره بندي دی.
د 'نن ایف ایم' راډیو د ۱۳۸۹ لمریز کال راهیسې د ۸۹.۱ ایف ایم څپو له لارې خپرونې کوي. دغې راډیو د روانو چارو په اړه د خپرونو ترڅنګ سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو په اړه هم خپرونې کولې.
د طالبانو دریځ
د خوست په ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ددغې قومندانۍ ځواکونو د خوست په ولایت کې د طالبانو د یوې محکمې د پریکړې پر اساس چې د راډیو د ودانۍ د تخلیې غوښتنه یې کړې وه د راډیو وسایل له ودانۍ څخه ایستلي دي.
د طالبانو د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ په اعلامیه کې ویل شوي:"د نن راډیو د مالک اسلم قانوني او د کور مالک عزیزالله ترمنځ حقوقي دعوه وه او دا څه وخت یې محاکمو کې یادې موضوع جریان پیدا کړ. بالاخره د خوست ابتدایه محکمې د کور د تخلیې پریکړه کړې او خوست امنیه قوماندانۍ ته یې د یاد کور د تخلیې امر کړی".
دغې قومندانۍ ویلي د خپل مسوولیت له مخې یې د محکمې پریکړه تطبیق کړې ده.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "امنیتي ځواکونه د نن ایف ایم راډیو په فعالیت او عدم فعالیت ملاحظه نه لري، کولای شي هر ځای او هر وخت خپله راډیو فعاله وساتي، اما د راډیو او رسنیز چوپړ په نوم چاته اجازه نه ورکوو چې د خلکو حقه حقوق تر پښو لاندې کړي."
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د اقتصادي ستونزو ترڅنګ پر رسنیو باندې فشارونه زیات شوي چې له امله یې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د تیر ۲۰۲۳ کال اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.
دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.
ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.
په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.
فورم \ دبحث خونه