د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کابل کې په خبریالانو فشارونه زیات کړي ـ راپور


د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت په ولایتونو کې پر خبریالانو او رسنیو باندې د فشارونو وروسته په کابل کې هم په خبریالانو فشارونه زیات کړي چې ورسره د رسنیو فعالیتونو او د راپورونو بڼه هم بدله شوې ده.

دغه مرکز د شنبې په ورځ نومبر۱۸(لړم۲۷) په یو راپور کې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ته کتنه کړې او ویلي دي چې د ولایتونو وروسته اوس په کابل کې هم په خبریالانو کاري فضا تنګه شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "اوس مهال نه یوازې په ولایتونو کې، بلکې په کابل کې هم د رسنیو بهیر د ځنډ سره مخ شوی دی او معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله د ازادو او تحقیقي راپورونو او د ننګوونکو خپرونو د چمتو کولو امکان له منځه تللي دي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې راپور کې ویلي چې د رسنیو د محتوا د بدلولو لپاره د طالبانو هڅې نورې هم ګړندۍ شوي چې له امله یې رسنۍ دې ته اړې شوي چې یوازې بشردوستانه پیښو او بشري مرستو او یا هم ښوونیزو پروګرامونو ته چې د طالبانو له خوا د تائید وړ وي مخه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې پر خبریالانو باندې محدودیتونه دومره زیات شوي چې حتی هغوی د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو پاڼو هم خپل نظرونه نشي خپرولی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، ددې سره سره چې د طالبانو له خوا د رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون تائید شوی او طالبانو ویلي چې په دغو قوانینو کې د "جزوي تعدیل" وروسته به کندهار کې د طالبانو د مشر له خوا دا قوانین توشیح شي، خو ددغه مرکز د معلوماتو له مخې په عمل کې طالبانو ددغو قوانینو پرځای پر هغو کړنلارو عمل کړی چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې یې د رسنیو د فعالیت د تنظیمولو لپاره صادرې کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" د افغانستان د خبریالانو د مرکز وروستۍ موندنې ښيي چې په دې موده کې لږترلږه ۱۳ اړوند کړنلارې رسنیو ته صادرې شوې دي، چې محتوا یې د طالبانو د جزوي پشنهادي تعدیلاتو څخه د هیواد د رسنیو په قوانینو کې ډیر پراخه ده او رسنۍ او خبریالان هم د همدې کړنلارو سره سم چلند کوي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دغه مرکز د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو د ۳۳ کارکوونکو د نیولو په ګډون لږ ترلږه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ۷۵ سرغړونې ثبت کړي دي.

دا مرکز وايي په دې شمیر کې خبریالانو ته د ګواښونو ۴۲ پیښې هم شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر خبریالانو او رسنیو باندې دا لګیدلي محدودیتونه د خبریالانو د حقونو سره په ټکر کې ګڼلي او ویلي دي چې دا محدودیتونه نتیجه نه ورکوي او د خلکو د خبرولو او د هیواد په پرمختګ ناسمه اغیزه کوي.

په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د روان ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو تفصیلي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

طالبانو حکومت لا تراوسه د افغانستان د خبریالانو د مرکز دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو دمخه طالبانو ویلي و، چې د ملي او اسلامي ارزښتونو ته په درناوي په افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG