د لاس رسي وړ اتصالات

د نشو له امله مې کارخانه، پیسې او باور ټول له لاسه ورکړل - درملنې لاندې یو معتاد


د نشو له امله مې کارخانه، پیسې او باور ټول له لاسه ورکړل - درملنې لاندې یو معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په بلخ کې په نشه يي توکو روږدی خیرالله چې دوه نیم کاله په شیشې او پوډرو روږدی و وايي، چې د نشه یي توکو له امله یې خپل عزت، پیسې او د ژوند ټوله سرمایه له لاسه ورکړې ده.

په بلخ کې په نشه يي توکو روږدی خیرالله چې دوه نیم کاله په شیشې او پوډرو روږدی و وايي، چې د نشه یي توکو له امله یې خپل عزت، پیسې او د ژوند ټوله سرمایه له لاسه ورکړې ده.

خیرالله چې اوس د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یو شخصي کمپ کې تر درملنې لاندې دی وايي، چې له خپل ملګري سره یې په ګډه په دغه ښار کې د شیرپېرې کارخونه جوړه کړې وه، خو په وینا یې دا چې ملګری یې په ترکیه کې په نشه يي توکو روږدی شوی و نو ځکه ورسره په کارخونه کې هغه خپله هم په نشه يي توکو روږدی شو.

خیرالله وویل:”چې معتاد یې هم به بې اعتباره یې. هم به دې څوک کار ته نه نیسي. هم به درنه ډاریږي، چې دا غلا رانه ونه کړي. رښتیا هم چې معتاد په هیڅ شي صرفه نه کوي“.

خیرالله وايي چې له خپل ملګري سره به په کارخونه کې د شپې هم پاتې کېدو او په خبره یې چې ملګري به یې د شپې له خوا په پټه نشه يي توکي څکول.

ددغه معتاد په وینا چې د نشه یي توکو لوګي پرې تاثیر کړی و او خپل ملګري نشو ته بللی دی.

دی وايي، کارخونه او پکې بنده سرمایه یې هم د اعتیاد له امله له لاسه ورکړې ده.

نومړی وايي چې د اعتیاد له امله یې ډېر زیانونو ليدلي دي خو اوس روغ شوی دی او هیله لري چې بیرته همغه شان شخصیت له ځان څخه جوړ کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د چارواکو په ويناء په افغانستان کې شاوخوا پنځه ملیونه په نشه يي توکو روږدي شته او د شمیرې د زیاتیدو اندېښنې هم ورسره مل دي.

XS
SM
MD
LG