د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ‌ملتونه: له افغانستان وروسته میانمار د مخدره موادو دویم تولیدونکی هېواد دی 


په میانمار کې د کوکنارو فصل
په میانمار کې د کوکنارو فصل

ملګرو ملتونه وايي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي موادو د تولید له پلوه لومړی مقام لري خو په میانمار کې هم د پوځ له واکمن کېدو وروسته تېر کال د کوکنار کښت یوه په درې زیات شوی او خراب اقتصادي وضعیت خلک اړ کړي چې د مخدره موادو کاروبار ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي‌ توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه) په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال په میانمار کې په ۴۰۱۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې دا ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي. پوځ په ۲۰۲۱ کې د ان سان سوچي په مشرۍ منتخب دموکراتیک حکومت ړنګ او واک ترلاسه کړ.

د دغه سازمان د زون استازي جیریمي دوګلاس وايي: «د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په میاشت کې د پوځ له لوري د واک له ترلاسه کولو وروسته اقتصاد،‌ امنیت او حکومتداري ګډوډ شوي او کروندګر په شمال کې د شان او سرحدي ایالتونو په لېرو او جنګ ځپلو سیمو کې اپیمو ته له بیا ګرځېدو پرته ډېر انتخاب نلري.»

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس، ملګري ملتونه اټکل کوي چې د میانمار د اپیمو اقتصاد اندازه د ۶۶۰ میلیون ډالرو او دوه میلیارد ډالرو ترمنځ ده.

دوګلاس وايي: «په ختیځې او جنوب ختیځې اسیا او استرالیا کې د ټولو هېروینو، چې په اړه یې راپور ورکړل شوي، سرچینه میانمار دی او دا هېواد له افغانستان څخه وروسته په نړۍ کې د اپیمو او هیروینو دویم لوی تولید کوونکی دی.»

هغه زیاته کړه چې دا مهاال افغانستان او میانمار «نه مقایسه کېږي ځکه چې افغانستان لا هم ډېر تولید» لري خو په میانمار کې هم باید د تولید زیاتوالی له پامه ونه غورځول شي.

د راپور په اساس پ میانمار کې د پوځ تر واکمن کېدو مخکې د نشه يي توکو تولید په ۲۰۲۰ کې ۴۰۰ میټرک ټن وو او دا اندازه بیا په ۲۰۲۲ ۷۹۰ میټرک ټنو ته ورسېده.

افغانستان

د دغه راپور په اساس افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي توکو د کر کیلی او تولید له پلوه لومړی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي ‌توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د د ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې د افغانستان د کوکنارو د کښت په اړه یوه سروې خپره کړه.

د دغې سروې له مخې د کوکنارو په کرکیلي کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی او ۲۳۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. دا د کوکنار د کرلو فصل و.‌ له کوکنارو بیا اپیم، هیروین او نورو نشه يي مواد تولید کېږي. د ملګرو ملتونو د نشه يي ‌توکو اوجرمونو سره د مبارزې اداره وايي د نړۍ ۸۰ سلنه مخدره مواد له افغانستان څخه انتقالېږي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې اوس په افغانستان کې د کوکنار کر کیلی بند کړی او اندازه یې صفر ته رسېدلې ده. سیمه ایز خبریالان وايي چې په کندهار، هلمند او بادغیس کې چې ډېر کوکنار کرل کېدل، اوس یې اندازه بیخي کمه ده او یا نشته. خو کروندګر ادعا کوي‌ چې دوی لا هم د کوکنار بدیل نلري او د طالبانو حکومت یې هم په دې برخه کې ورسره د پام وړ مرسته نه کوي او یا یې نشي کولای. طالبان وايي چې په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG