د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې یو هلک له ناکامیدو وروسته ځان وژلی دی


په افغانستان کې هر کال په ازموینو کې په زیات شمیر ماشومان ناکامیږي، خو ډیر کم لیدل شوي، چې د ناکامۍ وروسته دې کوم یو ځان وژلی وي.
په افغانستان کې هر کال په ازموینو کې په زیات شمیر ماشومان ناکامیږي، خو ډیر کم لیدل شوي، چې د ناکامۍ وروسته دې کوم یو ځان وژلی وي.

د غزني د ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، تیره ورځ ( سنبلې ۶ مه) په دغه ولایت په مرکز کې د یو ښوونځي یو ځوان زده کوونکي په څو ازموینو کې د ناکامیدو وروسته خپل ځان په دار ځړولی دی.

د غزني ولایت کې د مرکزي روغتون چارواکي وايي، د امید په نوم یو ځوان تیرماښام دغه روغتون ته هغه مهال ور وړل شو، چې هغه د ځان د زندۍ کیدو له امله له وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د غزني د مرکزي روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کله د امید مړی روغتون ته وروړل شو پر بدن یې د ځان غرغره کولو نښې څرګندې وې.

ښاغلي همت وویل، دا مړی د خپلوانو له خوا د یو مارکیټ څخه روغتون ته وروړل شوی وو.

د امید د کورنۍ د معلوماتو له مخې دا ځوان د غزني په ښار کې په یو ښوونځي کې د دولسم ټولګي زده کوونکی وو.

هغه د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په څلور نیم میاشتنۍ ازموینه کې د خپل ټولګي په څو مضونونو کې د کامیابۍ نمرې نه وې اخیستې او ممکن د همدې له امله هغه د ذخیره ګاه په سیمه کې د خپل پلار په مارکیټ کې ځان په دار ځړولی دی.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي، چې پایلې به یې ژر رسنیو سره شریکې شي.

ښاغلي سیرت وویل، امید د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د رامک د کلي اوسیدونکی وو، چې د غزني په ښار کې یې د زده کړو ترڅنګ د خپلې کورنۍ سره په سوداګریزو چارو کې هم مرسته کوله.

پولیسو د پیښې له ځایه یوه رسۍ هم موندلې ده، چې په لوی ګمان امید د ځان وژلو لپاره به ترې کار اخیستی وي.

په افغانستان کې هر کال په ازموینو کې په زیات شمیر زده کوونکي ناکامیږي، خو ډیر کم لیدل شوي، چې د زده کوونکو ناکاميدل د هغوی د ځان وژني سبب شوې وي.

XS
SM
MD
LG