د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه ارامه شوې


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د ایران او طالبانو مقاماتو نن یکشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اوومه) وویل چې د دواړو خواو ترمنځ سرحدي شخړه ارامه شوې او خبرې یې پیل کړې دي.

د دوی ترمنځ سرحدي جګړه تېره ورځ پیل شوه چې دوه ایراني سرحدي عسکر او یو طالب ووژل شول. دوی یو بل د جګړې په پيلولو تورنوی.

د ایرنا خبري اژانس د ایران د لوړ پوړیو حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چې اوس جګړه مهار شوې او وضعیت کنترول دی.

طالبان وایي د شنبې په ورځ د مې ۲۷ (غبرګولي ۶) د افغانستان او ایران په پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي. دا پداسې حال کې دي چې دا دوه ګاونډیان د اوبو د حق پر سر لانجه لري.

ایراني پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته پېښه تائید کړې، خو ځايي خبري اژانس مهر ویلي چې یو ایراني پوله ساتونکی وژل شوی دی. دواړو لورې د ډزو د پیل کولو پړه پر یو بل اچوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د نیمروز ولایت کې د پېښې په اړه په ټوېټر کې لیکلي، چې "په دغه نښته کې له دواړو خواو یو یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي. "

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه ویاند همداشان ویلي چې "موضوع د دواړو لورو مشرانو ته رسیدلې او اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی، اسلامي امارت له خپل ګاونډي سره جګړه نه غواړي. "

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د پولیسو د قوماندان د مرستیال قاسم رضايي له قوله ویلي: "نن سهار شاوخوا لس بجې طالبانو د افغانستان له لوري د ایراني پولیسو پر یو مرکز په هر ډول وسلو ډزې پیل کړې."

دغه ایراني چارواکي د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویلي، خو د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې "په نښتو کې سپکې او نیمې سپکې وسلې او توپخانې کارول شوي دي".

ښاغلي رضايي زیاته کړې چې ایراني ځواکونو د سیستان-بلوچستان په ولایت کې د ډزو سخت ځواب ورکړی دی. هغه زیاته کړه چې د ایران د پولیسو مشر سرحدي ساتونکو ته امر کړی چې "په زړورتیا او هوډ سره د سرحدونو دفاع وکړي او هیچا ته اجازه ورنکړي چې سرحدونو ته ننوځي."

که څه هم تهران او کابل سره دپلوماټیکې اړیکې لري، خو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په دې وروستیو کې د هلمند د سیند د اوبو د ویش پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

تیره اونۍ، ایران له افغانستان څخه وغوښتل چې ددې هیواد "د اوبو حق" ته درناوی وکړي، او تور یې ولګاوه چې د افغانستان لور ته پر سیند یو بند د هلمند رود د اوبو جریان محدودوي چې د دوی د ګډې پولې په اوږدو کې تیریږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د مۍ په ۱۸ (غوایي ۲۸) د سیستان - بلوچستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د سیستان بلوچستان خلکو د اوبو حق ورکړي.

رئیسي خبریالانو ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادي و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي" دی.‌

د ښاغلي رئیسي د دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور ۲۸) د خپل ټویټر په پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی او طالبان ژمن دي چې په شویو تعهداتو باندې عمل وکړي.

د سیاسي چارو یو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، چې ایران او د طالبانو ترمنځ روان جنجال به د دواړو خواو ترمنځ د جګړو سبب نشي، بلکې ایران غواړي، چې د طالبانو مخالفانو سره هم اړیکې ولري.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو ویلي و، چې په تیرو کلنو کې د هلمند له سیند څخه په تړون کې د ټاکل شوې کچې څخه زیاتې اوبه ایران ته بهیدلي دي.

د پخوانیو چارواکو د څرګندونو پراساس په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د جنوب لویدیځو او جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډېرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

د طالبانود حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تیره شوې، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د سیند په ګډون د افغانستان ډیر ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه نشته دی.

د هلمند سیند د هلمند له غرونو څخه سرچینه اخلي او د څه دپاسه ۱۰۰۰ کیلومتره واټن څخه له تیریدو وروسته د هامون په جهيل کې ورګډیږي.

XS
SM
MD
LG