د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه د بخش اباد بند د جوړېدو چارې پیل شوي


په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د جوړولو چارې له څو کلونو ځنډ وروسته په داسې حال کې بیا پیل شوي چې ایران خبرداری ورکړی که له افغانستان څخه وربهېدونکې اوبه کمې شي نو تهران به د خپل حق د ترلاسه کولو دپاره ودریږي.

د ۲۷ میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لرونکي دې بند چارې د جمهوریت په دوره کې پیل شوې خو د ناامنیو له کبله یې کار په ټپه درېدلی و.

د بخش اباد بند د فراه په سیند باندې د بالابلوک په ولسوالۍ کې جوړیږي. دا نږدې ۵۶۰ کیلومتره اوږد سیند د فراه له مرکز څخه تیریږي او د ایران سره په سرحد کې د هلمند په هامون ګډیږي.

د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې که د افغانستان اقدامات د هلمند سیند د ورتلونکو اوبو د کمېدو سبب شي، دوی به مستحق وي چې د خپل حق لپاره اقدام وکړي. د ایران د بهرنیوچارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت د لازمو اقداماتو کولو حق لري او په دې برخه کې د افغانستان په بشپړ مسئولیت ټینګار کوي."

ایران د افغانستان چارواکي ګرم ګڼي چې ایران ته د هلمند له سینده د اوبو هغه حق نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۱۹۷۳ کال په تړون کې مطرح شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، کابل د خپلو ژمنو سره عمل کوي، خو وایي د سختې وچکالۍ له امله د اوبو سطحه ډیره ټيټه شوېده.

په همدې حال کې چارواکي وايي، د ایران سرحد ته څېرمه د فراه په ولایت کې د بخش اباد د بند ابتدایي کار چې د تونلونو جوړول دي، پیل شوی، او ممکن په سلګونو میلیونه ډالره لګښت پرې راشي.

د ویستان کاسا ساختماني شرکت رئیس محمد میرزا کټوازی وايي، ددې بند د جوړولو لمړۍ برخه د دوو تونلونو جوړول دي چې عملا پری کار روان دی. نوموړی وايي: "دا پروژه تقریباً په څلورو پنځو برخو ویشل شوې چې څه ناڅه ۴۳۰ میلیون ډالره پدې بند پانګونه کیږي او وروسته به نژدې ۲۷ میګا واټه بریښنا تولید او په زرګونو جریبه ځمکه به خړوبه کړي."

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وایي، د بخش اباد د بند جوړیدلو سره به هرڅوک لدې اوبو برخمن شي. د نوموړي په وینا: "د دې یوه ګټه به دا وي چې یو خو چې کوم کاریرزونه او څاګانې وچې شویدي، د دغه بند په جوړیدلو سره به هغه په تحرک کې راشي. بل به دا اوبه کنټرول شي. دلته به نهرونه جوړ شي او هرچاته به خپله حق آبه ورکول کیږي."

د سیمې خلک او قومي مشران وایي، دا ډول ټولګټې پروژې باید هرڅه ژر پيل او ګټې اخستلو ته تیارې شي ترڅو مهاجر شوي افغانان خپلو سیمو ته بیرته ستانه شي.

د فراه قومي مشر عبدالله جان وايي، هیله یې ده چې ددې بند د جوړولو چارې نورې هم چټکې شي: "د تونلونو ترڅنګ په نورو بخشونو باندې هم کار وشي. لکه کوم استنادي دیوال چې دي، خپله د بند تړل دي، او د سرک په ساختمان باندې کار شروع شي چې زمونږ خلک د خارجه راوګرځي او خپل په وطن کې کار وکړي."

XS
SM
MD
LG