د لاس رسي وړ اتصالات

ګورډن بروان: افغانستان کې جنسیتي تبعیض د میرمنو د بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړاونه ده


د نړیوالې پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن بروان
د نړیوالې پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن بروان

د نړیوالې پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې څخه په یو لیک کې غوښتي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض دې د بشریت ضد جرم په توګه وپیژني.

ګورډن بروان سه شنبه اګست ۱۵ (زمري۲۳) چې په کابل د طالبانو د بیا واکمن کیدو د دویمې کالیزې سره برابره ده، پدې لیک کې د نړیوالې محکمې د څارنوالانو څخه غوښتي چې د جنسیتي تبعیض په هکله دې پلټنې وکړي او هغوي چې پکې مسؤل وبلل شي، باید محاکمه شي.

ښاغلي بروان ویلي چې دا لیک یې د جنایي جرمونو نړیواالې محکمې څارنوال کریم خان ته استولی.

هغه په افغانستان کې د طالبانو لخوا په افغان میرمنو او نجونو بندیزونو او محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، "دا د میرمنو پر ضد د بشري حقونو د سرغړاونې تر ټولو ناوړه بیلګه ده. که چیرته مونږ دې کار ته اجازه ورکړو او همداسې معافیت ولري، نور کسان به هم په دقیقه توګه همداشان عمل وکړي".

سره لدې چې طالبانو څو ځله ویلي چې په میرمنو د کار او تعلیم په برخې کې محدودیتونه او بندیزونه موقتي دي او د حل کولو لپاره یې کار روان دی خو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې تیره ورځ ویلي چې په افغانستان کې د واقعیتونو څخه داسې څرګندیږي چې د "ځپلو، څنډې ته کولو او بیلولو، سیستماتیک او چټک سیستم روان دی".

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د ښځو د کار او زده کړې پر حق سخت محدودیتونه وضع کړل. دغه ډلې د منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار کولو منعې کړې دي.

ښاغلي بروان چې د برتانیې پخوانی صدراعظم هم دی خبریالانو سره په خبرو کې وویل، " د جنایي جرمونو نړیواله محکمه باید دا جنسیتي تبعیض د بشریت ضد جنایت په توګه وپیژني او د دې هدف لپاره دې په هکله پلټنې وکړي چې هغوي چې پکې مسؤل بلل کیږي، باید محکمې ته راکش کړل شي".

د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان چې په تیرو شلو کالونو کې په افغانستان کې د شویو مشکوکو جنایي جرمونو په هکله پلټنې کوي تر اوسه یې د ښاغلي بروان د غوښتنې په هکله څه ندي ویلي.

سره لدې چې طالبان د نجونو د تعلیم او نورو برخو کې د مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات نه مني خو د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي وویل پدې ګمان دی چې په کابل کې ځیني طالب چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ کوي خو په کندهار کې بیا د دې ډلې مشران ورسره مخالفت لري.

ښاغلي بروان پدې هکله وویل، "مونږ باید دا مذهبي مشران وهڅوو او ورته ووایو چې دا د اسلام څخه ناوړه تفسیر دی چې وایي میرمنې او نجونې باید هغه شان اساسي حقوق ونلري، لکه سړي یې چې لري".

د ملګرو ملتونو دې ځانګړي استازي همدرانګه د نړۍ د اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل چې خپل پلاوي دې کندهار ته واستوي تر څو د طالبانو مشران دیته وهڅوي چې د نجونو په تعلیم او میرمنو په کار کولو بندیزونه لیرې کړي ځکه چې د هغه په قول دا ډول کړنې په "قرآن او د اسلام په دین کې هیڅ اساس نلري".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG