د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې معترضو ښځو د طالبانو د مشرانو تصویرونه سوځولي


د اتحاد او پیوستون په نوم د افغان میرمنو د یو اعتراضي خوځښت غړو په کابل کې په یوه غونډه کې په سمبولیکه بڼه د طالبانو د چارواکو او د هغوی د ملاتړو په تصویرونو باندې خط کش کړی او ورته یې اور اچولی دی.

دغو معترضو میرمنو د جمعې په ورځ اګست څلورم (زمري ۱۳) کابل کې د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې ویلي، چې افغان میرمنې نه یوازې دا چې د طالبانو سره په هیڅ ډول شرایطو کې خبرو ته چمتو نه دي، بلکې ددغو معترضو میرمنو د وینا له مخې د طالبانو رسمیت پیژندلو سره مخالفې هم دي او هم د دغې ډلې له منځه تللو غوښتوونکې دي.

دغو میرمنو وویل: "مونږ هیڅ پروژيي ښځې او سړي د هغوی د ګټو په خاطر ورته اجازه نه ورکوو، چې افغانستان کې بندې میرمنې قرباني کړي".

همداشان دغو معترضو میرمنو په دې غونډه کې چې ویډیو یې امریکا غږ ته استولې "نه تروریستانو ته او نه هم د طالبانو لابي کوونکو ته" شعار هم ورکوه.

ددغو میرمنو له خوا کومو تصویرونو ته چې اور واچول شو، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د بشري حقونو او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري په ګډون په بهر کې د میشتو څو افغان میرمنو تصویرونو ته هم اور واچوه.

څو ورځې دمخه کابل کې د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې یو شمیر معترضو ښځو هم د بشري حقونو او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري تصویر ته هم په سمبولیک ډول اور اچولی و.

دغو معترضو میرمنو د میرمن امیري د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې په دوحه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د یو پلاوي سره د کتنې وروسته طالبانو سره د امریکايي چارواکو د کتنې د اړتیا په باب د خپل ټویټر په پاڼه څرګندنې کړې وې په غبرګون کې د هغې تصویر ته اور اچولی و.

میرمن امیري په څو پرله پسې تویټونو کې لیکلي وو چې د طالبانو د حکومت پلاوي سره یې کتنه د بشري حقونو د افغان فعالانو د غوښتنې پر اساس کړې وه.

میرمن امیري لیکلي : "د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای، طالبانو سره خبرو ته کښېنستم."

د میرمن امیري دا څرګندونې د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو د توند غبرګون سره مخ شوي دي.

ددغو غیرګونو په لړ کې د افغان میرمنو د اعتراضي خوځښتونو ائتلاف هم د چهارشنبې په ورځ اګسټ دویم ( زمري ۱۱) په یوه اعلامیه کې د افغان میرمنو او د نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د افغان میرمنو دغه خوځښتونه، چې د نږدې دوو کلنو راهیسې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو لپاره نه سټړې کیدونکی مبارزه کوي هیڅکله یې طالبانو سره مخامخ تعامل غوښتنه نه ده کړې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د نړیوالې ټولنې د تیرو نږدې دوو کلنو مخامخ تعامل د افغانستان خلکو ته هیڅ لاس ته راوړنه نه درلودله او یوازې د ځپوونکي او د جنسیتي تبعیض د رژیم د یوې برخې د مشروعیت سبب شوی دی".

د افغان میرمنو د اعتراضي خوځښتونو ائتلاف په دې اعلامیه کې ویلي، چې دغه ائتلاف چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته رامنځ ته شوی په کې ددغه هیواد د ټولو قومونو غړي شتون لري او په ټول هیواد کې د ځپنو او نابرابرۍ پر وړاندې مبازره کوي.

دغو میرمنو ویلي، چې دا ائتلاف د افغانستان د مدني ټولنې، زده کوونکو، ښوونکو، کارګرو ښځو، د پوهنتون استادانو، روغتیايي کارکوونکو او د دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو چې یوازې د ښځېتوب له امله د زده کړو، کار، تګ راتګ او حتی د ژوند کولو څخه محرومې شوې استازیتوب کوي. دغو معترضو میرمنو ویلي، د هیچاه او هیڅ هیواد سره په کتنو کې یې د طالبانو سره د مخامخ تعامل غوښتنه نه ده کړې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د طالبانو سره مخامخ تعامل د جنسیتي تبعیض او ترورزیم په رسمیت پیژندل دي".

دغو معترضو میرمنو ویلي، چې میرمن امیري ددې حق لري، چې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي خو ددې هیڅ حق نلري، چې د افغان میرمنو څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي.

دغو معترضو میرمنو په خپله اعلامیه کې د میرمن امیري څخه څو پوښتنې هم کړي دي، چې څومره ښځو ورته طالبانو سره د مخامخ تعامل وړاندیز کړی دی. ددغه مخامخ تعامل لاسه راوړنه کومه ده او ایا د مبارزو میرمنو سره چیرته هم مشوره شوې ده او که نه؟.

د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو د غبرګونونو سربیره د میرمن امیري دا څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې بهرنیو اړیکو کمیټې، چې مشري یې د جمهوریت غوښتوونکي ګوند مایکل مک کال په غاړه لري د اګسټ دوییم (زمري ۱۱) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو تعامل په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه کیدو سره مرسته نه ده کړې او باید دغې ډلې سره د امریکايي چارواکو لیده کته بند شي.

دغې کمیټې ویلي چې د کله راهیسې چې افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې میرمن رینا امیري ټاکل شوې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا خراب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG