د لاس رسي وړ اتصالات

متقي امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د قطر پایتخت دوحې ته رسیدلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شنبې د ورځې ناوخته جولای ۲۹ (زمري اووم) قطر ته د روانیدو دمخه ځینو خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې دوحې ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې به د امریکايي چارواکو سره د لیدو کتو او خبرو ترڅنګ د قطري چارواکو او د نړیوالې ټولنې د استازو سره هم په یولړ مسلو خبرې وکړي.

ښاغلي متقي وویل: " کوښښ به کوو چې په هغو موضوعاتو باندې تمرکز وکړو لکه د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو ازادیدل، پر افغانستان د بندیزونو لیرې کول، کوم بانکي محدودیتونه، چې دي هغه له منځه وړل، همدارنګه د تورو لیستونو ختمول او بالاخره یو مثبت تعامل ته لاره هوارول او اقتصادي او سیاسي اړیکو ته وده ورکول هیله لرو چې مجالس به ښه وي انشاالله".

ټاکل شوې، چې دا پلاوی به افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري سره په دوحه کې په يو لړ مسلو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جولای ۲۶ (زمري څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دوه امریکايي چارواکي به په دوحه کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو د یو پلاوي سره وګوري چې د افغانستان اړوند اساسي مسایلو باندې خبرې وکړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

دغه دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو د طالبانو د استازو سره د خبرو وړاندې د قزقستان په پایتخت استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو د استازو او هم د افغانستان او قزاقستان د ښځو د استازو سره خبرې کړي دي.

امریکا او طالبانو خبرو ته غبرګونونه

د قطر په پایتخت دوحه کې د امریکايي چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د خبرو د پیل دمخه د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي طالبانو د استازو سره د امریکايي چارواکو دا ډول کتنې د بشري سرغړونو په برخه کې د طالبانو د دریځ د لا پیاوړي کیدو سبب ګرځي. دغې شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات دوه انتخابه په مخ کې لري یو دا چې بشري حقونو ته درناوی او یا هم د تروریزم سره تعامل.

د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې دغه جبهه د افغانستان د بحران د هوارولو لپاره د هر ډول خبرو ملاتړ کوي خو زیاته کړې ده، چې دغسې خبرې باید د ټولو ښکیلو اړخونو د استازو په ګډون ترسره شي. دغې جبهې همداشان ویلي، چې طالبانو سره تعامل تراوسه هیڅ کومه مثبته پایله نه ده لرلې او په کار نه دي، چې د طالبانو سره د تعامل په بهانه ددغې ډلې د رسمیت پیژندلو لپاره کار وشي او ورته زمینه برابره شي.

د ملي مقاومت جبهې په دغه اعلامیه کې د طالبانو د ډلې پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس مایکل مک کال دریځ ستاینه هم کړې ده.

دغو خبرو ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان معترضو ښځو د غورځنګونو ائتلاف هم په یوه ویډیوي اعلامیه کې چې رسنیو سره شریکه شوې په دوحه کې د امریکايي چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د خبرو سره مخالفت ښودلی دی.

دغه ائتلاف ویلي، چې نړۍ باید د یوې تروریستي ډلې سره د اوریدلو پرځای د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د قرباني شویو ښخو په څنګ کې ودریږي. همداشان ددغه ائتلاف په اعلامیه کې د ګاونډیو او سیمو هیوادونو څخه غوښتل شوي، چې په خپلو هیوادونو کې دې د طالبانو د استازو ته د کوربتوب څخه ډډه وکړي.

د افغانستان معترضو ښځو د غورځنګونو ائتلاف له نړۍ غوښتي، چې د یو داسې افغانستان څخه، چې په کې عدالت او برابري او د ښځو حقونه شامل وي ملاتړ وکړي. دغه ائتلاف ویلي، چې دوی د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او هغه ښځې، چې طالبانو په ملاتړ کمپاین کوي د افغانستان د ښځو استازې نه دي.

په دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو او د طالبانو د حکومت د پلاوي ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو دوه کلنې بیا واکمنیدو ته ۱۶ ورځې پاتې دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه ددې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او یا کوم نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

XS
SM
MD
LG