د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه غواړي افغانستان کې خپلې تېرې طرحې بشپړه کړي


عبدالله عبدالله د روسیې له صدراعظم سره د لیدنې پرمهال
عبدالله عبدالله د روسیې له صدراعظم سره د لیدنې پرمهال

د روسیې صدراعظم وايي، مسکو چمتو دی، چې په افغانستان کې تر خپل کار لاندې نیمګړو پروژو باندې پانګونه وکړي.

دیمتري میدویدوف پرون جمعه د نومبر پر لومړۍ نېټه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتنه کې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی،په افغانستان کې خپلې تېرې طرحې بشپړه کړي.

د اجرائیه ریاست لخوا رسنیو ته د لېږل شوې اعلامیې له‌مخې د روسیې صدراعظم د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پر کمېدو د اندېښنې په ښودلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

د روسیې صدراعظم ویلي: "روسیه چمتو ده، چې په افغانستان کې تر کار لاندې پروژو باندې پانګونه وکړي او ترڅنګ یې خپلې تېرې طرحې هم تکمیلي کړي."

ښاغلي میدویدوف د افغان سولې له بهیر څخه د ملاتړ په ښودلو سره په افغانستان کې د ژر تر ژره سولې او ثبات رامنځته کېدو هیله ښودلې ده.

هغه همدارنګه له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام په ټینګار سره ویلي، چې هېواد به یې په فرهنګي، تحصیلي، د نظامي افسرانو روزلو او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي عبدالله هم له نوموړي سره کتنه په افغانستان کې د روسیې له پانګونې څخه هرکلی کړی دی او ویلي یې دي: "افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتېدو هرکلی کوي."

اجرئیه رئیس همدارنګه د افغان سولې په اړه د روسیې له هڅو په مننې سره ویلي، چې په افغانستان کې د نړیوالو متحدانو او مسکو له همکارۍ پرته سوله نشي راتلی.

عبدالله عبدالله همدارنګه د شنبې په ورځ د «لړم پر۱۱مه» د شانګهای همکارۍ سازمان په اتلسمه غونډه کې د وینا پرمهال په دغه سازمان کې د افغانستان د بشپړه غړیتوب غوښتنه وکړه.

روسیه چین، هند، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان قرغزستان د شانهګای سازمان دایمي غړي دي او د افغانستان په ګډون ایران او بلاوروس پکې د ناظر په توګه ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG