د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو وايي، د ولسمشریزو ټاکنو له هېڅ افغان نوماند نه ملاتړ نه کوي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له یو ځانګړي نوماند څخه د مسکو د ملاتړ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او هغه یې «اوازه» وبلل.

دغه وزارت ویلي چې، تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې روسیه د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له کوم ځانګړي نوماند څخه ملاتړ او «مالي» مرسته ورسره کوي.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"په ټینګار سره وایو، چې روسیه د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له هېڅ یو کاندید څخه ملاتړ نه کوي، ځکه دا د افغانستان یوه داخلي موضوع ده."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې په افغانستان کې روان وضعیت له نژدې څاري او وايي، تمه ښيي چې ټول بهیرونه په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لامل شي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸کال د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شي.

دغه ټاکنو ته د ملي یووالي حکومت د مشرانو په ګډون اتلسو تنو ځانونه کاندید کړي و، چې له ډلې یو کاندید زلمی رسول د محمد اشرف له دولت جوړونکي ټېم سره یو ځای شو.

تر دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو څخه غوښتي و چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG