د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د کابلوف ځواب کې: د طالبانو جګړه نامشروع ده


ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه څرکندونې چې ویلي، طالبانو د جګړې په ډګر کې مشروعیت تر لاسه کړی رد کړې.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازی ضمیر کابلوف تېره ورځ د «NSI په نوم هندي ټلوېزیون سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې طالبانو د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو او بهرنیو سرتېرو په وړاندې خپل مشروعیت ثابت کړی، چې د نوموړي په وینا دا د افغان حکومت د کمزورتیا څرګندونه کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې له طالبانو سره له مذاکراتو پرته په افغانستان کې سوله نشي رامنځته کېدای او زیاتوي چې روسیه غواړي طالبان مسکو ته دعوت وکړي، تر څو د سولې بهیر په اړه ورسره له نژدې خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره مهمه نقطه بېرته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پيلېدل دي.

کابلوف همدارنګه زیاته کړې، چې طالبان په افغانستان کې د قدرت د تر لاسه کولو په لټه کې نه بلکې، غواړي د یو ډيموکراټیک بهیر له لارې په مساویانه ډول په قدرت کې شریک شي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۶مه «تلې ۱۴مه» امریکا غږ سره مرکه کې د کابلوف د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې د طالبانو جګړه یوه نامشروع جګړه ده او هم یې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې ده.

نوموړې زیاته کړه:"د طالبانو جګړه یوه نامشروع جګړه ده، طالبانو همدا اوس د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې ده، طالبان د جګړې په میدان کې د ملکي خلکو شاته پټېږي، او دوی د جنګ سپر ګرځوي، هره ورځ د هغوی مهم قومندانان د جګړې په ډګر کې وژل کېږي. موږ دا څرګندونې په کلکه ردوو."

نوموړي زیاته کړه، چې سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده، خو هغه سوله چې مشري او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي.

اغلې وزیري وویل:"هغه سوله چې لامل د یو اوږدمهاله اوربند په افغانستان کې شي."

افغان حکومت د روسي چارواکو ورته څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا بولي.

ضمیر کابلوف پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د موټر بم برید په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې خبرې چې وروستیو پایلو ته نژدې شوي وې لغوه اعلان کړې.

ټرمپ هغه مهال د طالبانو موټر بم برید چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل د سولې په خبرو کې د طالبانو د کاذب فشار په توګه یاد کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو یو درې کسیز پلاوي روسیې ته سفر وکړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د یادو مذاکراتو د بندېدو په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG