د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هیله ده د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند توافق وشي


د مخامخ خبرو پلېدو په هدف د طالب او حکومتي بندیانو د تبادلې خبر هم ورکړل شوی دی
د مخامخ خبرو پلېدو په هدف د طالب او حکومتي بندیانو د تبادلې خبر هم ورکړل شوی دی

ولسمشر غني وايي، افغانان هیله لري چې د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او تلپاتې اوربند په ټینګېدو باندې توافق وشي.

ولسمشر غني نن چهارشنبه سیپټمبر ۲ (وږې ۱۲) په ارګ کې له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ټېم له غړو سره لیدنه کې ویلي چې د تلپاتې سولې ټینګېدل د ټولو افغانانو هیله ده.

ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو په برخه کې ټولې ژمنې چې نړیوالې ټولنې هیله لرله عملي کړي دي.

هغه د حکومت لخوا د طالب بندیانو ازادول سولې ته د حکومت د ژمنتیا په توګه یاد کړي دي.

د ولسمشر محمد غني ترڅنګ د ملي روغې جوړي عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره په ارګ کې کتلي دي.

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په نژدې راتلوونکي کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

ولسمشر غني نن له یاد پلاوي سره لیدنه کې ویلي: "د دغه پلاوي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پای ته رسول دي چې په وینا خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پلېدو په هدف د دواړو لورو لخوا د بندیانو د تبادلې خبر هم ورکړل شوی دی.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن ویلي چې حکومت یو شمېر پاتې طالب بندیان ازادي کړي، خو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

هغه زیاته کړې چې د نورو بندیانو پر تبادلې باندې هم کار روان دی.

بلخوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو امریکا غږ ته ویلې طالبانو په دغه ولایت کې د افغان کمانډو څلور بندي سرتیري ازاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG