د لاس رسي وړ اتصالات

تر وخت مخکې د عسکر وتل به د سولې په بهیر اغیز وکړي- عبدالله 


ښاغلي عبدالله وویل چې دواړو خواوې باید دا ومني چې جنګ د حل لار نه ده
ښاغلي عبدالله وویل چې دواړو خواوې باید دا ومني چې جنګ د حل لار نه ده

د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به اغیزې ولري.

نوموړي په هند کې د خپل سفر پر مهال اسوشیټدپرس ته وویل: « هیله لرو چې دسولې په مذاکراتو کې پرمختګ وکړو چې نړیوالو ځواکونو ته ضرورت پیدا نشي. له وخت څخه مخکې د ځواکونو وتل به اغیز ولري که نه؟ هو. موږ له حقایقو سترګې نشو پټولی، خو دا کار به پر یو لوري د بل لوري د بري لامل نشي. دا به عواقب ولري او په دې اړه هېڅ‌ شک نشته. خو لا هغه ځای ته رسېدلي نه یو.»

ښاغلی عبدالله دا خبرې د ولسمشر ټرمپ له هغه ټویټ څخه څو ورځې وروسته کوي چې ویلي وو ترکرسمس پورې دې په افغانستان کې دیره امریکايي عسکر کور ته راستانه شي. خو د امریکا د دفاع وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې په افغانستان په جمهوري نظام ټېنګار وکړ او وویل چې دا هېواد هغه وخت باثباته پاتې کېدلی شي چې سوله په کې وي، او د ښځو او اقلیتونو د حقونو تر څنګ دموکراتیک او بشري حقونه په کې خوندي وي.

هغه وویل: «موږ د طالبانو د پخواني اسلامي‌ امارت په اړه نه غږیږو، موږ د داسې یو وضعیت په اړه غږېږو چې طالبان د افغانستان له خلکو سره یو ځای او د افغانستان خلک د طالبانو سره یو ځای په کې رول ولري.»

هغه وویل د نظرونو د اختلاف سره سره باید دواړه خواوې یو بل وزغمي او دا ومني‌ چې جنګ د حل لاره نه ده.

په قطر کې د سپتمبر په ۱۲ نېټه د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د «افغانستان د سولې مذاکرات» پیل شوي، خو لا د تګلارې په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG