د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: سولې ته رسېدو لپاره د مذاکره کوونکو ترمنځ باور نه دی رامنځته شوی


عبدالله عبدالله د هرات نهم امنیتي کنفرانس کې د وینا پرمهال.
عبدالله عبدالله د هرات نهم امنیتي کنفرانس کې د وینا پرمهال.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د افغان سولې بهیر کې تر دا مهاله د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن جمعه نومبر۱۳(لړم۲۳) د «تلپاتې سولې» په نوم د هرات په نهم امنیتي کنفرانس کې کړي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي"سولې ته د رسېدو لپاره تر دا مهاله د مذاکرات کوونکو د طرفینو ترمنځ باور نه دی پیدا شوی او د افغانستان د سولې بهیر کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر یو ځل بیا ویلي چې جنګ او د تاوتریخوالي زیاتوالی د هواري لار نه ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د مصالحې عالي شورا لخوا سولې ته د رسېدو لپاره د سیمې په کچه د سیاسي اجماع رامنځته کېدو په اړه هڅې شوي چې په وینا یې تر څو هغوی(سیمې هیوادونه) پوه شي چې په افغانستان کې جګړه د هیڅ کوم ګاونډي هیواد په ګټه نه ده.

عبدالله عبدالله وړمه شپه هم هرات ولایت ته د سفر پرمهال ویلي و چې د امریکا متحده ایالاتو په رهبرۍ کې د تغیر په رامنځته کېدو سره به د افغانستان په اړه د واشنګټن په سیاست کې بدلون رانشي او په وینا یې افغان سوله به یې د کاري لومړیتوبو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکراتو له پرانیستل کېدو څخه شااوخوا دوې میاشتې تیریږي خو لا تر دا مهاله کوم د پام وړ پرمختګ پکې نه دی راغلی.

یاد کنفرانس ته د هرات والي سید وحیدالله قتالي هم په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي زیاتېدوته په اشاره ویلي چې د سولې په اړه پر طالبانو د افغان حکومت باور کم شوی دی.

د هرات نهم امنیتي کنفرانس چې هر کال د هیواد ګڼ شمېر چارواکي او د بهرنیو هیوادونو کارپوهان پکې ګډون کوي، سږ کال د کرونا ویروس خپرېدو له امله د ګوتو په شمار کسانو پکې ګدون کړی دی.

د دغه کنفرانس د تر سره کوونکو په وینا په یاد کنفرانس کې د څوارلس هیوادونو چارواکو او څېړونکو په انلاین ډول په یاد کنفرانس کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر داوود مرادیان وايي چې په دغه کنفرانس کې تر ډېره د جګړې پر عواملو او سولې خبرې وشوې چې په وینا یې مخالفین باید پوه شي چې خبرې اترې کولای شي یوه حل لاره پیدا کړي.

د هرات امنیتي کنفرانس به دوې ورځې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG