د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د امریکا راتلونکي ولسمشر ته؛ د دوحې موافقې ته وفادار پاته شئ 


طالبانو نن د یکشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۸) وویل چې د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس څخه غواړي چې د هغه موافقې درناوی وکړي چې د افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو یو ویاند د فرانس پرس اژانس ته ویيلی چې ددې ډلې مشرانو د یو کس سره نه بلکې د امریکا له حکومت سره موافقه لاس لیک کړې ده.

د طالبانو اشاره جو بایډن ته ده؛ د دموکرات ګوند کاندید چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د شمیرل شویو رایو له مخې د خپل جمهوري غوښتونکي سیال دونالد ټرمپ څخه مخکې دی او ۲۷۰ انتخاباتي رایو په خپلولو سره چې په انتخاباتو کې د بریالیتوب معیار دی د امریکایي رسنیو له لورې د منتخب جمهور رئیس په توګه اعلان شوی دی.

سره له دې چې ښاغلي بایډن ځان ګټونکی ګڼلی او د نړۍ یو شمیر مشرانو ورته د مبارکۍ پیغامونه هم استولي دي د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د انتخاباتو نتیجې به چلنج کړي او محکمې ته به عرض وکړي.

د طالبانو د ډلې ویاند ویلي دي چې دغه ډله هیله منده ده چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری نشي او برعکس غښتلی شي.

د امریکا-طالبانو د موافقې په اساس چې د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې لاس لیک شوه، امریکایي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه ووخي. خو امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د ځواکونو بشپړه وتل د سیمې پر وضعیت پورې تړلې دي.

سره له دې د امریکا پوځ په افغانستان کې خپلې څو پوځي اډې تخلیه کړي او په زرګونو امریکایي پوځیان له دغه هیواد وتلي دي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو د خوشې کولو وروسته د سپتمبر په ۱۲ بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې پیل شول، خو تر اوسه یې هیڅ ډول پرمختګ ندی کړی او دواړه خواوې د مذاکراتو په طرزالعمل موافقې ته ندي رسیدلي.

طالبانو ویلي چې دغه مذاکرات د امریکا سره د موافقې یوه برخه ده او باید پرته له خنډه پرمخ لاړ شي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن ښاغلي بایډن ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې وویل تمه لري چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې د ټینګیدو په څیر برخو کې نورې هم ژورې شي.

XS
SM
MD
LG