د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکرات؛ تماس ډلې په اختلافي مسائلو غږېدلي


هغه ویلې چې پایلې ته د رسېدو لپاره د ورته ناستو پر دوام توافق وشو.
هغه ویلې چې پایلې ته د رسېدو لپاره د ورته ناستو پر دوام توافق وشو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلو تر شااوخوا دوو اونیو ځنډ وروسته یو ځل بیا لیدلي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرتي ټېم ویاند او غړي نادر نادري ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ یاده غونډه تېره شپه تر سره شوې ده.

نوموړي د اکتوبر۱۲(تلې۲۱) پر خپل ټویټر لیکلي چې د تماس ډلو ترمنځ په دغه ناسته کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث شوی.

هغه ویلې چې پایلې ته د رسېدو لپاره د ورته ناستو پر دوام توافق وشو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې دواړو لورو په دغه ناسته کې د اختلافي موضوعاتو پر هواري خبرې کړي دي.

په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو د مذاکرتي ټېمونو ترمنځ بین الافغاني خبرې د تېرې سپټمبر پر۱۲مه پرانیستل شوي، خو تر دا مهاله د خبرو د اجنډا د کاري طرازلعمل په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د دواړو لورو د تماس ډلې پر داسې مهال د اختلافي موضوعاتو د هواري په اړه بحثونه کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې روانه اونۍ د افغان سرتیرو او طالبانو د درنو جګړو شاهد و.

د افغان چارواکو په وینا په دغه جګړه کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سړکونه او پلچکونه تخریب شوي او ګڼ شمېر خلک د جګړې له ویرې له خپلو سیمو څخه وتلې دي.

طالبانو تر دا مهاله د هلمند د جګړې په اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.

بلخوا په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په هلمند کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو برید د امریکا او طالبانو د موافقې خلاف بللی دی او زیاته کړې ده چې په راتلوونکې به هم ورته بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG